تېر نږدې درې کلونه په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو لپاره خورا سخت او بوږنوونکي ول. پر دوی د کار او زدهکړو د محدودیتونو تر لګېدو وروسته ورځ تر بلې د مېرمنو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي او د اوسني وضعیت دوام په افغانستان کې له ټولنې د ښځو د ګوښه او محوه کولو په مانا بولي.
یو شمېر ښځینه شاعرانې او لیکوالانې وایي، په اقتصادي او سیاسي برخو کې جنسیتي توپیر رامنځته کېدلی شي، خو په خبره یې، ادبیاتو، کلتور او هنري کارونو کې دا چاره ستونزمنه ده او مخه نیول یې ناوړه عواقب لرلی شي.
دوی وایي، د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې پر نجونو او مېرمنو د نورو محدودیتونو تر څنګ د هغوی ادبي او فرهنګي فعالیتونه هم په ټپه ودرېدل او د مېرمنو هغه لسګونه بهیرونه چې په تېرو شلو کلونو کې فعال وو او مېرمنو پکې د زړونو غوټې سپړلې، له فعالیته ولوېدل.
دوی زیاتوي، ټولنه د ښځو له ګډون پرته نېمګړې ده او د ښځینه شاعرانو او لیکوالو له حضور پرته د ادبي او هنري پروګرامونو جوړول د ټولنې د نیمایي برخې د افکارو او اندونو د له منځه تلو سبب ګرځي.
شېبه ګهیځ چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې یې تر لسانس او ماسټرۍ زدکړې کړې او اوس په کور ناسته ده وايي، د پخواني حکومت پر مهال د مېرمنو بهیرونه او ټولنې فعالانې وې چې اوس له دې ټولنو یوه هم نشته.
دا زیاتوي: «په جمهوریت کې ښځینه شاعرانو او لیکوالانو ناستې درلودې، بهیرونه وو او داسې نور ډېر ځایونه چې کېدای شوای ښځینه په کې خپلې وړتیاوې ښودې او وده یې کولای شوای. د بیلګې په ډول مېرمن بهیر و. هلته ښځینه شاعرانو او لیکوالانو اونۍ کې یو ځل ادبي ناستې درلودې، کره کتنې کېدې، شعرونه لوستل کېدل او یا هم کیسې لوستل کېدې. رڼا کلنۍ مشاعره وه. په کابل پوهنتون کې د محصلینو یو بهیر و، د زرین ادبي بهیر په نوم اونۍ کې یو ځل غونډه کیده. ددې غونډې یوه غړې زه هم وم چې هره اونۍ مو مسلسل غونډې درلودې. دا هر څه د ښځینه لیکوالو او شاعرانو د ودې لپاره ډېر ګټور و. هم هڅېدلې او هم یې خپله وړتیا ښودله.»
هغه وايي، سره له دې چې اوس هم کله کله ادبي غونډې او مشاعرې جوړیږي خو په دې غونډه کې نه یوازې دا چې مېرمنې او نجونې نشته، نارینه شاعران هم اجازه نه لري، تر هغې چې د اسلامي امارت له کسانو څخه نه وي.
دا زیاتوي، په داسې ټولنه کې چې نجونې او ښځې پکې د کار او زدکړو اجازه نه لري، د ادبي فعالیتونو، غونډو او مشاعرو اجازه خو بېخي نه ورکول کیږي.
شېبه ګهیځ وايي، له کار او زدکړو د مېرمنو تر منع کولو وروسته د دې هیلې یو په بل پسې خاورې کیږي او د یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ ده. هغه وايي پر مېرمنو وروستیو محدودیتونو هغوی بېکاره کړې، روحیه یې ورته وځپله، ښخینه طبقه د محوه کېدو په لوري روانه ده چې په ټوله کې دا چاره بدې پایلې لرلی شي.
که څه هم هېواد کې ښځې او نجونې نشي کولی، په حضوري بڼه مشاعرې وکړي او یا هم ادبي او فرهنګي غونډې جوړې کړي خو یو شمېر قلموالو ښځو په انلاین بڼه خپلو غونډو ته ادامه ورکړې ده.
مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر چې د جمهوریت په وخت کې يې کابل کې منظمې اونیزې ناستې درلودې، اوس په انلاین بڼه غونډې جوړوي، ادبي بحثونه او مشاعرې لري او ګڼ شمېر ښځینه لیکوالانې او شاعرانې یې غړیتوب لري.
د شېبې ګهیځ د شعر یوه بېلګه:
په افغاني ټولنې کې نجلۍ
ساه ایستو کې مې ګناه ده، خندېـدل مې ګناه بولي
وایي پټــه خوله ده غوره، غږېــــدل مې ګناه بولي
آزادي مو ده سلب شوې ، تل جگړه ده او جگړه ده
دا کافر که مســــلمان دي زېږېـــــدل مې گناه بولي
زه آزاده خداى پيدا کــــــړم نه کنـــــــيزه د خانانو
غلامي راڅخه غــــــواړي رغــــــېدل مې گناه بولي
زده کړه شرم ، آواز شرم ، مخ مې شـرم, هر څه شرم
د ستم په مقابــــــــــل کې جگــــېدل مې گناه بولي
ماته وايــي ته يې ښــــځه يا د کور او يا د گور يې
د جاهــلو دې وينا ته پارېـــــــدل مې گـــــناه بولي
د رواج او دود په نـــوم مې قرباني ورکړې هر وخت
بې ګناه چې سنګسارېږم، ژړېدل مــــــې ګنــاه بولي
شېبه نه اوړي له خــپلې هرې ژمنـــــــــــې او خبرې
لا غوړېږم خو افسوس چې غوړېـــدل مې گناه بولي
عادله آذین بله هغه شاعره او لیکواله ده چې هېواد کې د مېرمنو د ادبي فعالیتونو د نشتوالي او کمرنګه کېدو ته اندېښمنه ده. عادله اذین وايي، ګڼې لیکوالانې او شاعرانې له هېواده وتلې دي، کومې چې هغلته حضور لري، فعالیت نه شي کولی، انګېزه نه لري، روحیه یې بایللې او حتی له دوی هیڅوک ملاتړ نه کوي.
نوموړې زیاتوي: «د تېر په څېر غونډې او ناستې نشته، ښځینه قلموالې څه چې نارینه قلموال هم نه شي کولی فعالیت وکړي، غونډې جوړې کړي، د کرهکتنې بحثونه ولري. دې حالت نه یوازې دا چې هېواد کې د ننه د ادبي فعالیتونو مخه ډب کړه بلکې د ادبي اثارو او فعالیتونو اغېز هم له منځه ولاړ.»
دا لیکواله همداراز وایي، په تېرو شلو کلونو کې ګڼې ښځینه شاعرانې او لیکوالانې وروزل شوې، لنډې کیسې یې ولیکلې، شعرونه یې ولیکل، اثار یې چاپ شول او له همدې لارې یې خپل محرومیتونه بیان کړل.
هغه وایي، د همدغو مېرمنو او نجونو لویه برخه په تېرو دوو کلونو کې له هېواده ووتله او کومې چې پاتې دي، هغوی یا له ویرې فعالیت نه لري یا یې روحیه وځپل شوه او یا هم اجازه نه لري.
آذین د افغان نجونو او مېرمنو پر وړاندې د دودیزو او کلتوري محدودیتونو سربېره د حاکم حکومت لخوا د لګولو شویو محدودیتونو خبره هم کوي چې په وینا یې خورا سخته ده.
آذین په دې اړه وویل: « جمهوریت د نجونو لپاره طلایي دوره وه، ګڼې ادبي او فرهنګي ټولنې فعالې وې چې نجونو او مېرمنو پکې د داستان لیکلو، شعر ویلو، وینا فن او نورو برخو کې زدکړې وکړې خو اوس وخت کې حالت بدل دی او د نجونو احساسات د هغوی په وجود کې کوما د له منځه تلو په درشل کې دي.»
که څه هم د مېرمنو لخوا د ادبي ناستو او مشاعرو د نه جوړولو په تړاو د طالبانو له لوري کوم ځانګړی فرمان نه دی خپور شوی خو هغوی په داسې غونډو او ناستو کې د مېرمنو له حضور سره مخالف دي.
اغلې اذین وايي، په یو ځای د مېرمنو او نجونو راټولېدل دوی نه مني نو له همدې کبله ښځینه شاعرانې او لیکوالانې نه سره راټولیږي.
د بشر حقونو نړیوالې اعلامیې په ۲۷مه ماده کې راغلي چې هر څوک حق لري د خپلو ټولنې په کلتور کې ونډه ولري او د خپلو ټولو علمي، ادبي او هنري پنځونو څخه مادي او معنوي ګټه تر لاسه او د هغوی څخه ساتنه وکړي.
د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ۲۷مه ماده: « – هرڅوک حق لري چې په آزادانه توګه د خپلې ټولنې په کلتور کې ونډه ولري، د ټولو هنري ښکالو نه لذت او خوند واخلي، او د نورو سره یو ځای د علمي پرمختګونو ګټه پورته کړي.
– هرڅوک حق لري چې د خپلو ټولو علمي، ادبي او هنري پنځونو څخه مادي او معنوي ګټه تر لاسه او د هغوی نه ساتنه وکړي.»
د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ مشره مینه حبیب وایي، د اسلامي امارت په دوه کلنه واکمني کې پر ښځو د نورو محدودیتونو تر څنګ شاعرانې او لیکوالانې هم اجازه نه لري چې مشاعرې وکړي او ادبي ناستو کې ګډون وکړي خو هغه هيله څرګندوي چې دغه محدودیتونه پای ته ورسیږي او یا هم راکم شي.
حبیب زیاتوي:« ما چې له ځینو ښځینه شاعرانو او لیکوالانو سره خبرې کړې، هغوی لا هم هیله مندې دي چې دوی بېرته ادبي بهیرونه پیل کړي، د پخوا په څېر منظمې ادبي ناستې وکړي، ادبي بحثونه او مشاعرې ولري.»
حبیب وړاندې وایي، هڅه کوي د مشاعرو او ادبي ناستو د جوړولو تر څنګ ځینو نجونو ته د مقاله لیکنې، راپور جوړونې او نورو برخو کې سمینارونه پر لاره واچوي.
هغه همداراز وايي، افغانستان یوه دودیزه ټولنه لري خو بیا هم ښځینه شاعرانې او لیکوالانې چې شعر او لنډې کیسې لیکي، د کورنیولخوا اجازه لري چې فعالیت وکړي.
دا زیاتوي، ډېر شمېر کورنۍ چمتو دي چې غواړي لوڼې یې زدکړې وکړي، اثار وپنځوي، خلاقیت ولري خو د شته محدودیتونو له کبله زړه نه ښه کوي.
دا وايي، نجونې او مېرمنې د طالبانو له ویرې په افغانستان کې د شعرونو ټولګې چاپ ته زړه نه ښه کوي ځکه په خبره یې، چې ممکن هغوی ورته ستونزه جوړه کړي. حبیب په دې تړاو وایي داسې نجونې پېژني چې د شعرونو ټولګې یې چاپ ته تیاره ده خو نه یې چاپوي.
حبیب زیاتوي: «داسې نجونې شته چې شعرونه یې چاپ ته تیار دي خو هغوی خودسانسوري کوي او ویره لري چې که چاپ شي ستونزه ورته پېښه شي.»
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نه یوازې ښځینه شاعرانې له ادبي فعالیتونه محرومې شوې دي؛ بلکې نږدې درې کاله وشول د دغې ډلې له لوري د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته د ټولو ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړلي او هغوی یې له زدهکړو بې برخې کړي دي.