۸صبح، نورستان: نورستان کې د طالبانو روغتیایي مسوولان وایي، چې په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو له امله تر اوسه ۲ تنه مړه شوي دي.
په نورستان کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس نقیب الله نوری یکشنبه د وږي پر ۲۰ ویلي، چې په دغه ولایت کې د کولرا ناروغۍ مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او تر اوسه په سلګونو کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د نوري په وینا، نورستان کې پر کولرا ناروغۍ تر ډیره ماشومان او ښځې اخته دي.
نورستان کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس د کولرا د چټک خپرېدو لامل د سېلابونو او ورښتونو له امله د څښاک اوبو ککړېدل بولي.
د نورستان اوسېدونکي د کولرا ناروغۍ له خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو د دغې ناروغۍ له زیاتېدو د مخنیوي لپاره د بېړنیو اقدامونو غوښتنه کوي.
کولرا ناروغۍ له دې مخکې په شمالي او سویلي ولایتونو کې هم د لسګونه تنو ژوند اخیستی دی.