هندي رسنیو په دغه هېواد کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کېدو پېښو له بیاځلي زیاتېدو خبر ورکړی دی.
د هند د روغتیا وزارت یکشنبه د سپټمبر پر ۱۱ اعلان وکړ، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کېدو ۵ زره او ۷۶ تازه پېښې ثبت شوې دي.
له دغو نویو شمېرو سره هند کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کېدو ټولې پېښې ۴۴ میلیون او ۴۹۵ زره او ۲۵۹ تنو ته رسېدلې دي.
د هند د روغتیا وزارت په وینا، هره ورځ د مثبتو پېښو د ثبت موارد ۵۸.۱ سلنه او په اوونۍ کې مثبت موارد ۷۲.۱ سلنې ته رسېدلې دي.
په دې لړ کې د هند د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د کورونا فعال موارد ۴۷ زره او ۹۴۵ تنو ته کم شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۴۳ میلیون او ۹۱۹ زره او ۲۶۴ تنه بېرته روغ شوي دي.
هند یو له هغو هېوادونو دی، چې د کورونا ترټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوې دي. تر اوسه په دغه هېواد کې ۵۲۸ زره او ۱۵۰ تنه د کورونا له امله مړه شوي دي.





