۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو ويلي، چې د اشرف غني د حکومت استازی به د افغانستان په استازيتوب دغه سازمان کې وينا وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ميانمار حکومت استازی په دغه هېواد کې د نظامي کودتا له امله د ويناوالو له ليسته لرې شوی دی.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د څوکۍ په هکله تر خبرو اترو وروسته پرېکړه شوی، چې د اشرف غني حکومت استازی غلاممحمد اسحاقزی به د افغانستان په استازيتوب د دوشنبې پر ورځ د تلې/ميزان پر پنځمه د دغه سازمان په ناسته کې وينا وکړي.
ورته مهال په ميانمار کې د نظامي کودتا او د منتخب حکومت د پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د دغه هېواد استازی د ويناوالو له ليسته لرې شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ملګرو ملتونو په ناسته کې د وينا غوښتنه کړې وه او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين يې د افغانستان د استازي په توګه دغه سازمان ته معرفي کړی و.
ويل شوي، تر هغه چې په ملګرو ملتونو کې اړوندې کميټې د افغانستان او ميانمار استازو د اعتبارنامو په اړه پرېکړه ونه کړي؛ اسحاقزی او کياو مو تون به په خپلو څوکيو پاتې وي.