۸صبح، کابل: پاکستاني پوځ پورې اړوند یو اکونټ ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ مرکزونه د درېیو الوتکو په واسطه چې له ۱۲ څخه زیات لیزر لارښود بمونو یې لېږدول، په نښه شوي دي.
پاکستاني پوځ پورې اړوند دغه اکونټ دوشنبه د کب پر ۲۸مه په اېکسپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د دې عملیاتو لپاره له درېیو اصلي الوتکو کار اخیستی دی.
په دغه اکونټ کې لیکل شوي چې په دغه برید کې «Bayraktar Akinc»، «JF – Thunder» او «CAIG Wing long II» ډوله جېټ الوتکې کارول شوې دي.
د دې لیکنې په دوام زیاته شوې: «د دغو درېیو الوتکو له خوا له ۱۲ ډېر دقیق لېزر لارښود بمونه په سل سلنې دقت سره په سیمه کې د اورپکۍ ضد عملیاتو په ترسراوي کې له زیان پرته کارول شوي دي.»
په دغه اکونټ کې د پاکستاني پوځ په حواله، په پکتيکا او خوست کې د شپې هوايي بريدونه «ترهګرۍ ضد بغاوت لوی عملیات (COIN)» بلل شوي دي.
تر دې دمه پاکستاني پوځ په رسمي ډول د دغو الوتکو د څرنګتیا په اړه څه ویلي نه دي.
پاکستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغو هوايي بریدونو موخه چې په پکتیکا او خوست کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوه، له «ترهګرۍ سره مبارزه» بللې ده.
طالبانو بیا د پاکستان د دغه تېري په غبرګون کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړي او د راپورونو په حواله نښته لا هم روانه ده.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تېره شپه شاوخوا درې بجې پاکستاني الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه او د خوست سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د عامو وګړو پر کورونو بمبار کړی چې پکتیکا کې درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او خوست کې د یوه کور نړېدو له کبله دوې ښځې وژل شوې دي.
مجاهد په خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «د پاکستان ولس او نوی ملکي حکومت باید د پوځ څو تنه جنرالان دې ډول بې باکه کړنو ته پرې نه ږدي او د نورو جهتونو د ګټو لپاره له خپلو غلطو سیاستونو ډډه وکړي.»
د راپورونو په حواله، ښايي دا بریدونه د پاکستاني طالبانو د غورځنګ یوه قوماندان عبدالله شاه پر استوګنځي شوی وي؛ خو مجاهد او د پاکستاني طالبانو تحریک دواړو ویلي چې عبدالله شاه په پاکستان کې دی.