۸صبح، کابل: جيو نیوز راپور ورکړی، چې فدرال پلاوي (FBR)د افغانستان جلغوزیو ۴۵ سلنه نظارتي تعرفه بښلې ده.
جيو نیوز سه شنبه د کب په درېيمه د پاکستاني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له افغانستانه د زڼغوزیو پر وراداتو څارونکې تعرفه لغوه شوې ده.
د دغې رسنۍ په وینا، تر دې وروسته له افغانستانه د جلغوزو پر وراداتو ۴۵ سلنه څارونکې تعرفه معاف کېږي.
ویل کېږي، چې پاکستان دغه پرېکړه له هغې وروسته کړې، چې له زڼغوزیو د ګمرکي تعرفې معافیت نشتوالی د پاکستان په بازاونو کې د جلغوزو د بیې لوړېدو لامل شو.
افغان سوداګرو څو ځله ویلي، چې د هېواد جلغوزي په ډېره کمه بیه پاکستان ته قاچاق کېږي او تر ټولو ډېره ګټه يې د پاکستان جیب ته ځي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې تر اوسه د پاکستان د دغه اقدام په تړاو څه نه دي ویلي.