۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت معین محمدخرم اقا کابل ته راغلی دی.
نوموړي وزارت دوشنبه د وري پر ۶مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معین په مشری یو پلاوی کابل رسېدلی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا د خبرو اترو دوام دی.
پرون پاکستاني رسنیو هم کابل ته د دغه پلاوي د سفر خبر ورکړی و.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.
دغه پلاوي داسې مهال کابل ته سفر کړی چې څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځ په خوست او پکتیا کې هوايي بریدونه وکړل.