۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې ثبات ښه شوی دی.
قریشي د شنبې په ورځ د تلې په درېيمه نېټه له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې لږترلږه تراوسه په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هېڅ نښه نه لیدل کېږي.
هغه جوته کړه چې په افغانستان کې له بدلون سره سره، پاکستان خپلو پولو ته د افغان کډوالو د پراخ راتګ شاهد نه و.
قریشي همداراز خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې انساني او اقتصادي ناورین یو واقعي ګواښ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د محمد اشرف غني د استازي له ګډون سره مخالفت اعلان کړ او وې ویل چې د پرځول شوي دولت د استازي وینا ګټه نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د غني د نسکور شوي دولت سفیر هېڅ دریځ نه لري او باید د ملګروملتونو سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان چوکۍ د لنډ وخت لپاره تشه پاتې شي.
د قریشي په باور، د افغانستان د مخکیني دولت استازی په دغه ناسته کې د دفاع وړ نه دی؛ ځکه د محمد اشرف غني په تېښتې سره د هغه حکومت هم له منځه تللی دی.
له بلې خوا، شاه محمود قریشي په دغه غونډه کې د خپل سرپرست دولت د استازي د حضور په اړه د طالبانو غوښتنه هم تایید نه کړه او وې ویل چې غړي هېوادونه باید ددغې غوښتنې موجه والي ته په تمه شي.
طالبانو له دې مخکې له ملګروملتونو سازمانه غوښتي و چې اجازه ورکړي سهیل شاهین د طالبانو د سرپرست حکومت په استازیتوب په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
اخوا، له سلامشورو وروسته جوته شوه چې غلام محمد اسحاق زی ددغه سازمان په غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ جوړېږي ګډون او وینا کوي.
د ویلو ده چې غلام محمد اسحاق زی د روان کال په غبرګولي میاشت کې په ملګروملتونو سازمان کې د دایمي استازي په توګه وټاکل شو.
هغه د کابل له سقوط وروسته د ملګروملتونو سازمان سرمنشي ته یو غوښنلیک ولېږه چې نوموړی په خپله دنده کې وساتي.