۸صبح،کابل: وروسته له هغې چې د بلک واټر بنسټګر،اریک پرینس، د پیسو غوښتنې قضیه رابرسېره شوه، د امریکا فډرال پولیسو «FBI» ویلي چې، د هغو ډلو مالي دوسیې څېړي چې، د کابل له هوايي ډګره د وتلو په بهیر کې یې دندې لرلې.
امریکایي رسنیو خبرورکړی چې، تردې مهال د امریکا فډرال پولیسو په ګڼو برخو کې له دغو وګړو د وضاحت غوښتنه کړې او په یوه برخه کې دوی ددغې ډلې رییس ته ورغلي دي.
په دې لړ کې، د امریکا فډرال پولیسو د «Task Force Pineapple» او«Task Force Dunkirk» له ډلو سره اړیکې نیولي دي.
دغه بنسټ غواړي چې د یادې ادارې د اړوندو کسانو مالي دوسیې وڅېړي او په ډاګه کړي چې ریښتیا هم د دې احتمال موجود و چې دوی له چا پیسې غوښتې اوچا پیسې ورکړې او په دې معامله کې نور چا لاس درلود.
د دې کړنې موخه، دهغه هېواد د فډرالي قوانینو د نه تر پښو لاندې کېدو څخه د امریکا د فډرال پولیسو ادارې ډاډ ترلاسه کول ښودل شوي دي.
د کابل له هوایي ډګره د وتلو پرمهال، د چارو د ګړندي کېدو په موخه د امریکا اړوندو لسوګونه تجربه لروونکو ډلوپه کابل کې شتون درلود.
په دې لړ کې، د امریکا ځانکړي پوځي ملاتړي اود بلک واټربنسټګر، اریک پرینس، فعالیت درلود، خو تراوسه د امریکا د فډرال پولیسو لخوا د هغه دکړنو څېړل او له نوموړي سره د اړیکو نیول نه دي په ډاګه شوي.
پرینس هغه مهال وړاندیز کړی وچې د شپږ زره او ۵۰۰ ډالرو په بدل کې د کابل له هوایي ډګره د افرادو د خوندي ایستلوزمینه برابروي.
د امریکا فډرال پولیسو هم په ځینوموارو کې ویلي وچې، دیادې ډلې دیو شمېر انتفاعي کارکوونکو په مالي حسابونه کې په بې ساری زیاتوالی راغلی دی.
د دغوډلو ځینو یې سره له دې چې د اړونده ډلو لخوایې احتمالي سرغړونه رد کړې خو وایي چې ځینو نورو ډلو په دې بهیر کې سم کار نه دی کړی او اړینه ده چې چارې یې وڅېړل شي.
دویلو ده چې د کابل د هوایي ډګر له لارې د لېږد بهیر پرمهال، له ۱۲۲ زرو زیات وګړي د کابل د هوایي ډګر له لارې بهر ته ولاړل.
امریکا وویل چې ډېری دغه کسان د وتلو لپاره په شرایطوبرابر نه ؤ او آن د سفر لپاره یې اړین اسناد نه لرل.
دا په داسې حال کې ده، یو شمېر هغو وګړو چې له امریکایانو سره یې د ژباړونکو په توګه کار کړی و او د کډوالۍ «SIV» وېزې یې هم لرلې، په افغانستان کې پاتې شوي دي.
له افغانستانه د وروستيو امریکایي پوځیانو دوتلو پرمهال د کابل په هوایي ډګر کې رامنځته شوې ګډوډۍ د بایډن اداره له ګڼو نیوکو سره مخ کړې ده.