داسې ښکاري چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د دوام لپاره پر افغان دولت او طالبانو نړیوال فشارونه زیات شوي دي. د سولې خبرو له درېدو د کابو یوې نیمې میاشتې له تېرېدو وروسته، د دواړو لوریو مرکچي پلاویو د سولې خبرې پیل کړې او د مذاکراتو پر دوام او د اجنډا پر برابرولو یې ټینګار وکړ.
د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي د کب په پنځمه نېټه ووېل چې مذاکرات به په منطقي توګه او د افغانانو د لومړیتوبونو پر بنسټ پرمخ ولاړ شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم رسنیو ته ویلي چې د دواړو لوریو د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو پر دوام ټینګار شوی دی.
په دې لړ کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د نماینده ګۍ دفتر د مذاکراتو په بهیر کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د مذاکراتو پرمهال ددې پر ځای چې تاوتریخوالی او جګړه کمه شي ملکي تلفات لازیات شوي دي.
له بل پلوه طالبانو د یوناما رپوټ ناسم بللی او حکومت بیا وېلي چې طالبان د لازیاتو ملکي تلفاتو مسوولیت لري. اخوا، د بایډن اداره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د ارزولو په حال کې ده. طالبانو او امریکا یو کال مخکې د سولې تړون لاسلیک کړ او اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی.
د دې هوکړې له مخې په پام کې ده چې د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه ووځي، خو امریکا طالبان د سولې تړون پر ماتولو تورنوي او وايي چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره یې لاهم خپل اړیکي نه دي پرې کړي او په افغانستان کې یې تاوتریخوالی نه دی کم کړی. د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ هم ویلي تر مناسب وخته به له افغانستانه د ناټو ځواکونه ونه وځي.
د جرمني حکومت هم پرېکړه کړې چې تر یوه کال پورې به خپل ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي خو دا پرېکړه تراوسه د نوموړي هېواد د پارلمان له خوا نه ده تایید شوې.
بل لوري ته، ولسمشر غني په تېره اونۍ کې د هېواد له سیاسي او جهادي شخصیتونو سره سلامشورې پيل کړې او د هېواد د سیاسي او امنیتي حالاتو او سولې د روانو مذاکراتو بهیر په هکله یې له دغو شخصیتونو سره خبرې کړې دي.
اخوا، طالبانو ډلې د کب په شپږمه نېټه په خپره شوې اعلامیه کې له طالب قوماندانانو غوښتي چې په خپلو لیکو کې بهرنیو جنګیالیو ته ځای ور نه کړي، دغې ډلې په اعلامیه کې طالب قوماندانانو ته خبرداری ورکړی که بهرنیو جنګیالیو ته په خپلو لیکو کې ځای ورکړي بې وسلې او سزا ورکول کېږي .
دغو ټولو هڅو ته په پام سره، دواړه لوري باید له روان فرصته په استفادې د یو بل لپاره د باور فضا رامنځته کړي ځکه که دا فرصت له لاسه ولاړ خدای مه کړه هېواد به یو ځل بیا له ناوړه وضعیت سره مخامخ شي.