د امریګا دفاع وزارت (پنټاګون) په هېواد کې د طالبان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د هېواد د پوځي او ملکي مشرانو په مدیریت پورې اړه لري. د پنټاګون ویاند جان اف کربي چې، د زمري په اتلسمه نېټه یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: طالبانو په تېرو څو ورځو کې لږترلږه د پینځو ولایتونو مرکزونه ونیول او د نورو ولایتونو مرکزونه هم تر ګواښ لاندې دي.
کربي زیاته کړې چې د امریکا دفاع وزیر، لویډ اسټین، د افغانستان د وضعیت په اړه د نورو هېوادونو اندېښنې درک کوي، خو نوموړی باوري دی چې افغان ځواکونه له خپل هېواده د دفاع ځواک او د جګړې په ډګر کې د بدلون راوستو لپاره لازم ظرفیت لري.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي چې د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چی موږ د امکان په صورت کې له افغان ځواکونو ملاتړ کوو، خو دا ملاتړ به تل شونی نه وي.
همدارنګه کربي دا هم په ډاګه کړه، چې د امریکا دفاع وزارت، د جو بایډن د امر په عملي کولو سره له افغانستان څخه د یاد هېواد د سرتیرو پر ایستلو متمرکز دي، خو نوموړي اضافه کړه، چې امریکا د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته، هم له افغانستان سره خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته دوام ورکوي .
جان اف کربي ډاګیزه کړه پایله چې هر څه وي ویلای شو چې دا چاره د سیاسي او پوځي مشرانو په مدیریت او وړتیا پورې اړه لري.
نوموړي ویلي چې افغانستان له ۳۰۰ زرو زیات پوځ لري او دا ځواکونه هغه امکانات لري چې طالبان یې نه لري. کربي ټینګار کړی چی اوس باید د افغان دولت او پوځ له دغو امکاناتو د طالبانو په وړاندې ګټه پورته کړي.
د امریکا دفاع وزارت په داسې حال کې د افغانستان وضعیت د هېواد د پوځي او سیاسي مشرانو په مدیریت پورې تړلی بولي، چې جګړې د هېواد په بېلابېلو برخو کې زور اخسیتی، طالبانو د څو ولایتونو مرکزونه هم نیولي دي.