د طالبانو د کندهار ولایت د احصايي او معلوماتو ادارې مسوولان وايي چې سږکال يې په تېرو ۱۰ مياشتو کې د تېر کال په پرتله دوه برابره زيات عواید راټول کړي دي.
د دغې ادارې د طالبانو مشر مفتي محمدخان وايي، د ۱۴۰۲ کال په وروستیو ۱۰ مياشتو کې یې ۶۵ ميليونه ۴۸۵ زره او ۲۰۰ افغانۍ راټولې کړي چې د تېر ۱۴۰۱ کال د وروستيو ۱۰ مياشتو په پرتله ۶۰ سلنه زياتوال پهکې راغلی.
دی وايي، په دې موده کې يې ۱۲۵ زره او ۴۵ کسانو ته برېښنايي او ۴۸ زره او ۳۴۲ نورو ته کاغذي پيژندپاڼې ورکړي چې له درکه يې دومره عايد ترلاسه کړی دی.
د طالبانو د دغه مسول په وينا، هره ورځ دوی ته نږدې ۳ زره کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د ترلاسه کېدو په موخه دغې ادارې ته مراجعه کوي.
هغه زیاتوي چې په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې به د عوايدو د زياتېدو په برخه کې خپلې هڅې لا زياتي کړي ترڅو له دې برخې زياتې پیسې راټولې کړي.
په ورته وخت کې د کندهار یو شمير اوسيدونکي وايي چې د برېښنايي تذکرو بیې د تېرو کلونو په پرتله ۵ برابره زيات شوي او خلک د اخيستلو وس نه لري.
د کندهار ښار يو اوسيدونکي محمدامين وايي چې د تير جمهوري نظام پرمهال پر يوې الکترونيکي تذکري باندي ۱۰۰ افغانۍ لګښت راتلو خو په وينا یې اوس پر يوې برېښنايي تذکرې ۶۰۰ افغانۍ لګښت راځي.
هغه وايي چې هره مياشت د برېښنايي تذکرو بیې لوړېږي او دوی وېره لري چې راتلونکي کلونو کې تر دې هم لوړې شي.
هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وويل:«پخوا د يوې برقي تذکري قیمت ۱۰۰ افغانۍ و خو اوس مهال ۶۰۰ افغانیو ته لوړ شوی، په دومره لوړ قيمت د تذکرو اخيستل د هيچا په وس نه ده پوره، له کوم وخته چې طالبان راغلي قيمت يې ۳۰۰ افغانۍ شوو وروسته بیا ۵۰۰ افغانۍ اوس ۶۰۰ افغانۍ دی، اوس بیا تازه ګنګوسي دي چې کيدای شي زر افغانيو ته يې قيمت ورسېږي.»
د کندهار ښار يو بل اوسيدونکی سميع الله چې د خپل کورنۍ غړي يې د کندهار د احصايي او معلوماتو ادارې ته د برېښنايي تذکرو ترلاسه کولو په موخه راوستي دي وايي چې د فورمو تر ډک کولو وروسته يې اوس تازه برېښنايي پيژندپاڼې له مرکز کابل راغلی دی او په خبره يې چې لګښتونه يې زيات لوړ وو. دی زیاتوي چې د پيژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره یې له خپل ګاونډي څخه پور ترلاسه اخیستی دی.
نوموړی وايي چې د کورنۍ د ۱۴ غړو تذکرې چې تازه رارسېدلي، اوس مهال ورباندي ۸ زره او ۴۰۰ افغانۍ لګښت راغلی.
هغه وايي د برېښنايي تذکرو ترلاسه کولو لپاره يې ۵۰۰۰ افغانۍ له خپل یوه ملګري څخه په پور اخيستي دي.
سميع الله وویل:« پنځه زره افغانۍ مې په پور واخيستلې، ټول مصرف ۸۴۰۰ افغانۍ کېږي چې پر۱۴ کسانو ۸۴۰۰ افغانۍ مصرف راځي، دا که د يو چا د کورنۍ غړي ۲۰ وي، هغه به بیا دومره زياتې پیسې له کومې خوا کوي، موږ غوښتنه کوو چې دغه بیې ټیټې شي.»
د کندهار عام اوسيدونکي وايي چې په ګڼو دولتي او غيردولتي ادارو کې له برېښنايي پېژندپاڼو پرته د خلکو کارونه نه کيږي.
د یاد ولايت د اوسيدونکو په وينا، خلک د خپلو کارونو د ترسره کېدو په موخه اړ دي چې له هرې ممکني لارې پېژندپاڼې واخلي.
د کندهار يو اوسيدونکی زلمی وايي چې د مخابراتي شبکو د سميکارټونو د ثبت پروسې ترڅنګ د شهيدانو معلولينو رياست ولايت مقام د پوهنې ریاست او يو شمير نورو ادارو کې د کارونو د ترسره کېدو لپاره ترې برېښنايي پېژندپاڼې غوښتل شوي دي.
نوموړی وايي، طالبان ځکه په ډېرو ادارو کې له خلکو الکترونيکي تذکري غواړي ترڅو دوی اړ شي چې وایې خلي.
هغه وويل:«هرې ادارې ته چې ورشي وايي برقي تذکره راکړه، اوس دغه تذکره دومره مهمه ده لکه پاسپورټ، د برقي تذکرې پرته د هيچا کار نه کېږي، دغه ساده سميکارټ چې ثبتوې وايي برقي تذکره راکړه چې ورته ووايه چې نشته وايي يو داسي څوک راوله چې برقي تذکره ولري، کله چې دونه مهمه شي خلک مجبوره دي په هره لاره چې کېږي ترلاسه یې کړي.»
د ۸صبح د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو بیې تر ۶۰۰ افغانيو پورې رسېدلي دي.
وروسته له هغه چې پر افغانستان طالبان واک ته ورسېدل ورسره يې بريښنايي پېژندپاڼو ته نېټې هم وټاکلې چې له مخې هره کس اړ دی څو په ۳ کلونو کې يو ځل خپل بريښنايي پيژندپاڼې له سره نوې کړي چې له همدې امله به د احصايي او معلوماتو ادارې ته د خلکو له ادرسه ګڼ عاید ورځي.
د کندهار ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم عام خلک، هټۍوال او موټر چلوونکي د طالبانو د بېلابېلو برخو له لوړو مالياتو شکایت کوي.
دغه ډله وايي، اوس مهال چې له دوی سره کوم بهرنی ملاتړ نشته، نو دوی دوی اړ دي چې د خلکو په ماليو خپل واک او چارې مخې بوځي.