ډېری افغانان په هېواد کې د بېوزلۍ له پراختیا اندېښمن دي. هغوی وايي چې د بېوزلۍ او بېروزګارۍ دوام د ژوندانه پر ټولو اړخونو د ناهیلۍ سېوری غوړولی او د دغه وضعیت دوام سره به افغانستان د یوه نوي ناورین شاهد وي. د هغوی په خبره، د بېوزلۍ پرلپسې زیاتوالی په هېواد کې یو تړلی او خاموش ناورین دی چې په وینا یې، د سیاسي کشمکشونو او سیمهییزو کړکېچونو له کبله هېر شوی دی. یو شمېر کسانو چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته یې سفر کړی د خلکو له ناوړه وضعیته ټکان ورکوونکي او ترخه روایتونه لري. هغوی وايي چې د امنیتي ګواښونو له کبله نه شي کولای غږ پورته کړي که نه په خبره یې، په زړه کې یې د خلکو ناوړه وضعیت په اړه ډېرې ناویلې پرتې دي. د دوامداره بېکارۍ له کبله د خلکو د پېر وس هم کم شوی او د ۹۱ سلنه کورنیو عاید یوازې د شپې او ورځې یوه مړۍ ډوډۍ کېږي. ورته مهال، ډېری هېوادوال وايي چې د طالبانو رژیم د دې پر ځای چې د خلکو د ژوند ښهوالي لپاره پانګونه وکړي په خبره یې، سرچینې د بنسټپالنې د ودې او ترهګرو ډلو د ملاتړ لپاره کاروي. اخوا بیا نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له تیاره راتلونکي سره مخ دی.
د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د ژوندانه له ناوړه حالت او مخ په ځوړ اقتصاده سرټکوي. هغوی وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو بېوسه او راتلونکي ته یې هېلې مړاوې کېږي. له یو شمېر کسانو سره چې د دغه راپور لپاره ورسره خبرې شوې دي وايي چې د بېوزلۍ دوام سره به د ژوندي پاتېدا لپاره خپل وس له لاسه ورکړي. د هغوی په خبره، که کاري بوختیاوې ونه مومي، پراخ انساني ناورین به رامنځته شي.
د هېواد دا اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ ناورین د سیاسي کشمکشونو او سیمهییزو کړکېچونو له کبله هېر شوی دی. دوی د افغانستان څنډې ته کولو ته اندېښمن دي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان د ناوريني وضعیت د انعکاس لپاره کره او پر وخت معلومات شریک کړل شي او په خبره یې، پرېنښودل شي چې په سیمه کې روان کړکېچونه د طالبانو واکمنۍ د دوام لامل شي.
بازمحمد چې په خبره یې خپل ډېر عمر یې په بېوزلۍ او تنګسیا کې تېر کړی وايي چې له دې وړاندې که یو کس بېوزله و په وینا یې، ګاونډي یې ډوډۍ لرله؛ خو نن د ټولو حالت یو شان دی.
دا سړی چې د ژوند ننګونو یې ملا کړوپه کړې زیاتوي: «په خپل ټول تېر شوي عمر کې مې د وجود هر غړي د بېوزلي او تنګسیا مزه څکلې ده. پخوا ښه و، که موږ بېوزله و ګاونډي مو یوه مړۍ ډوډۍ لرله، نن د پادشاه او ګدا حالت یو ډول دی.»
د کلیوالو سیمو یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د خوړلو لپاره ډوډۍ او د راتلونکې لپاره هيله نه لري. دوی ادعا کوي چې په میاشتو یې له یوې مړۍ وچې ډوډۍ او یو ګیلاس تریخ چای پرته یې څه نه دي لیدلي.
د غور یو اوسېدونکی شریفالله وايي: «دومره بېوسه شوي یو چې یوه مړۍ ډوډۍ هم نه شو پېدا کولای. په میاشتو غوړي نه لرو. موسسې که مرستې هم کوي نیمايي یې واسطهلرونکي اخلي او نیم نور یې طالبان، بېوزلو ته څه نه رسېږي. کار روزګار هم نه شته. ډېری ځوانان ایران ته ځي؛ خو هلته هم کار نه شته او وږي تږي له پولې را اړول کېږي.»
د نړیوالو او کورنیو موسسو یو شمېر کارکوونکي چې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته تللي، د خلکو اقتصادي حالت ناوړه بولي. د هغوی په خبره، په هېواد کې ټولییز حالت اندېښمنوونکی دی او د خلکو اقتصادي حالت ورځ په ورځ خرابېږي.
فردوس (مستعار نوم) د یوې نړیوالې موسسې جګپوړی کارکوونکی دی. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «له بده مرغه بېوزلي ډېره ده. حالت دومره ناوړه او کړکېچن دی چې د ویلو نه دی. کله چې خلکو ته ګورې د سړي زړه درد کوي. د هوساینې او چوپړونو وړاندې کولو درک نه شته، ټول له مرګه د ژغورنې په لټه دي او د یوې موسسې کارکوونکي په لیدلو یې سترګې له خوشحالۍ برق وهي.»
د موسسې دا کارکوونکی په بشري مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې په اړه وايي: «د دوی [طالبانو] له وړو تر زړو ټول خپله برخه غواړي. په ښکاره د حق غوښتنه کوي او هېڅ باک هم نه راوړي. موسسې د خپل کار ترسراوي لپاره اړې دي، باج ورکړي. طالبانو اېنجياو جوړې کړې دي او له موسسو غواړي چې پروژې له دوی سره تړلو اېنجياو ګانو ته ورکړې.»
ورته مهال، نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي راتلونکی ناڅرګند دی او لږ تر لږه تر ۲۰۲۵ کال پورې د پرځېدو ګواښ شته. د دغه بانک په خبره، د ناخالصو تولیداتو د ودې نشتوالی او د بودیجې څخه بهر لګښتونو لپاره د بهرنیو مرستو کمښت د هیواد د اقتصادي لید د یو تیاره انځور ښودنه کوي.
نوموړي بانک زیاته کړې چې په خصوصي سکټور کې جوړښتي نیمګړتیاوې، د اړینو چوپړنو وړاندې کولو لپاره د نړیوال ملاتړ کمېدل بیا د پام وړ اقتصادي پرمختګ مخه نیولې ده. د نړیوال بانک په وینا، دا اقتصادي ځوړ به بېوزلي او بیکارۍ لا پسې پراخه کړي، او په خبره یې، ښايي له دې سره کاري فرصتونه کم او د خوړو نه خوندیتوب ډېر شي.
نړیوال بانک ټينګار کړی چې د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي ودې امکانات د خصوصي سکټور تر مدیریت لاندې د انعطاف وړ اقتصاد پر لور د نړیوالو مرستو او مصرفي ودې له انحصار څخه پام وړ بدلون باندې تکیه کوي. د دغه بانک په خبره، افغانستان باید د باثباته راتلونکې لپاره په خپلو نسبي ګټو په ځانګړي ډول په کرنې او کانونو پام وکړي. نوموړي بانک زیاته کړې چې په افغانستان کې د ودې او بېوزلۍ د کمولو اصلي محرک کرنه ده؛ ځکه په وینا یې، دا برخه د کارموندنې لپاره اړینه وړتیا لري.
د نړیوال بانک په خبره، د دې وړتیا د ترلاسي لپاره د اوبو لګولو په زېربناوو ستراتیژیکه پانګونه، د ځمکې د مالکیت ډاډمنتیا، څېړنې او بازار ته د کرنیزو محصولاتو لاسرسی اړین دی. نړیوال بانک ټينګار کړی چې له خصوصي پانګونې دې د بشري پانګې د پياوړتیا او مناسب سوداګریز چاپیریال رامنځته کولو په موخه ملاتړ وشي.
نړیوال بانک ټینګار کړی چې په افغانستان کې د نرخونو دوامداره کمښت او اقتصادي فعالیت «غیر فعال» پاتې دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، افغانستان په دایمي توګه د اقتصادي ناخالصو تولیداتو له ودې پرته د اقتصادي ځوړ په حال کې و چې له امله یې د هېواد د سړي سر عاید په ۲۰۲۵ کال کې د ۲۰۲۲ په کچه پاتې شو. د نړیوال بانک په وینا، د تقاضا کموالی د انفلاسیون د پام وړ کمښت لامل شوی دی.
د نړیوال بانک په تازه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د انفلاسیون عمومي کچه منفي ۹.۷ سلنې ته راښکته شوې ده (په خوراکي توکو کې منفي ۴.۴ سلنه او په غیر خوراکي توکو کې منفي ۴.۴ سلنه). د دغه بانک په خبره، په ټولییزه توګه د انفلاسیون کچه ۳ سلنه راټیټه شوې ده.
د بېکارۍ او بېوزلۍ سره هممهاله، د خلکو د پېر وس هم په اندېښمنوونکي ډول کم شوی او هېوادوال د چوپړونو او توکو د پېرلو په لټه نه دي. یو شمېر هېوادوال د طالبانو پر رژیم تور لګوي چې ملي پانګه او سرچینې د ژوندانه د ښه والي او چوپړونو د وړاندې کولو پر ځای له اورپکو ډلو څخه پر ملاتړ لګوي.
د هغوی د ادعا په حواله، په نږدې درېیو کلونو کې یې میلیونونه ډالر پر جهادي مدرسو لګولي او په وینا یې، په دې کې په عملي ډول د ځانمرګو، پوځي او لاسي ماینونو جوړولو تدریس کېږي.
د کندوز یو اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم راشي، وايي: «چاپېریال د مذهبي بنسټپالنې پر لور مخ په بره درومي. هر ملا او طالب یوه مدرسه جوړه کړې او د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده څخه د ځانګړي لګښت ترڅنګ له خلکو او سوداګرو هم پیسې اخلي.»
د کندوز دا اوسېدونکي زیاتوي: «د دیني مدرسو په ځانګړې توګه د جهادي مدرسو نصاب څرګند نه دی. د زلموټو فکرونو مینځي او ښايي د ځانمرګو بریدونو زدهکړه هم ورکړل شي. دا حالت اندېښمنوونکی دی.»
له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې له دیني مدرسو څخه نه خبراوي ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي و: «طالبان له دغو مدرسو څخه د هېڅ ډول څارنې اجازه نه ورکوي او موږ نه پوهېږو چې هلته د څه زدهکړې ورکول کېږي.»
بل پلو، د «سما» په نوم یوې پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد دولتي بانک په حواله راپور ورکړی و چې افغانستان ته د پاکستان له خوا د خوراکي توکو صادراتو کمی او په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو ۷۶ سلنه کموالي د دغه هېواد اقتصادي ستونزې ډېرې کړې دي. د دغې رسنۍ په خبره، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د پړسوب کچه ۱۰.۲ سلنې ته رسېدلی چې دې چارې بیا پر خلکو مالي فشار ډېر کړی دی.
دغې رسنۍ د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په حواله لیکلي چې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ او مارچ ترمنځ ۳۹.۹ میلیونه ډالره راټيټ شوي؛ په داسې حال کې چې په ورته موده کې بیا د وارداتو کچه ۹۹.۲ میلیونه ډالره کمه شوې ده.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د ژغورنې نړیوالې کمېټې په یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د ۹۱ سلنه کورنیو ګټه پر خوړو لګېږي او ۱۷.۲ میلیونه وګړي بیا د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي.