ټاکل شوې چې سبا (دوشنبه) د ایران ولسمشر سېدابراهیم رییسي د یو پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته په درې ورځني سفر لاړ شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یکشنبه د اپريل پر ۲۱مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې له رییسي سره په دې سفر کې د هغه مېرمن، د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د کابینې یو شمېر نور غړي، جګپوړي چارواکي او سوداګر ملګري دي.
ابراهیم رییسي به د پاکستان ولسمشر اصفعلي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د سنا جرګې مشر او د دغه هېواد د استازو جرګې له رییس سره کتنې ولري.
نوموړي وزارت زیاته کړه چې دواړه خواوې به د پاکستان او ایران د اړیکو د لا پیاوړتیا او د سوداګرۍ، انرژۍ، کرنې او ولسي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر ډېرولو تمرکز ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دوی به د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو ترڅنګ له اورپکۍ سره د مبارزې لپاره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي.»
دا سفر داسې مهال کېږي چې څو میاشتې وړاندې د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته د پاکستان او ایران اړیکې کړکېچنې شوې.
د یادونې ده چې لس ورځې وړاندې هم د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې کړې وې.