۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو مخکینی وزیر افغانستان کې واک ته د طالبانو د بېرته راګرځولو او د برجام د هوکړې په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستیو سیاستونو سخته نیوکه کړې ده.
مایک پمپیو سه شنبه د وږي پر لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې ویلي، چې بایډن په افغانستان کې طالبان بېرته واک ته ورسول او اوس غواړي په ایران کې د ایت الله «قاتل رژیم» ته لا زیات ځواک ورکړي.
هغه په خپل ټویټ کې لیکلي: «ټوکې کوې؟ لومړي بایډن طالبان واک ته راګرځوي اوس هغه د اوباما په څېر د ایت الله قاتل رژیم ته ځواک ورکوي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د طالبانو پروړاندې د بایډن د دولت سیاست له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
پمپیو په داسې حال کې د ایران پروړاندې د بایډن د دولت پر سیاست نیوکه کړې ده، چې د ایران، امریکا او د ملاتړو ترمنځ یې د اټومي برجام د احیا د هوکړې په اړه اټکلونه شته.