۸صبح، کابل: وروسته له هغې، چې د قطر دولت د امریکا د افغان همکارانو د تخلیې الوتنو له ځنډولو خبر ورکړ اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ځایناستې طرحې د پلی کولو لپاره چمتو دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس دوشنبه د لړم پر نهمه یوه خبري ناسته کې ویلي، چې له نړیوال جام مخکې یې له قطر سره د هر ډول احتمالي لوجستیکي ځنډ په برخه کې کار کړی دی.
پرایس زیاته کړې: «موږ همداراز د اړتیا په صورت کې په ځایناستو ترتیباتو سره د دغه مهم هدف ترسره کولو ته چمتو یو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا اوسمهال له کابل څخه هم د تخلیې او د ځای پر ځای کولو الوتنې دوام لري. هغه وویل چې تېره ورځ یوه الوتنه له کابل څخه ترسره شوې ده.
مخکې داسې راپورونه خپاره شول، چې د قطر دولت پرېکړه کړې د نړیوال جام سیالیو له امله له افغانستان څخه د تخلیې الوتنې د روان کال تر پایه ودروي؛ هغه مورد چې امریکا ته د تلونکو افغانانو د اندېښنې لامل شوی.