په وروستیو کلونو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا بندېدل د هېوادوالو دایمي ستونزه شوې ده. د برېښنا شرکت د اعلان له مخې، یوازې په تېرو څلوېښتو ورځو کې د هېواد په شمال کې د برېښنا نولس ستنې ویجاړې شوې دي. څلور ورځې مخکې په هرات کې هم د برېښنا یوه ستنه ویجاړه شوې وه. په تېرو کلونو کې د برېښنا د مزو او ستنو ویجاړېدل برېښنا شرکت ته لوی مالي زیانونه اړولي او هر کال په میلیونونه افغانۍ په هېواد کې د وارداتي برېښنا د مزو او ستنو پر بیا رغونه لګول کېږي؛ سربېره پر دې د برېښنا پر هر ساعت پرچاوی دا شرکت کابو درې میلیونه افغانۍ زیان مومي.
ددې ترڅنګ د برېښنا د نشتوالي له امله د برېښنا کاروونکي هم ډېر زیانمنېږي او پر کورنیو سربېره تولیدي شرکتونو او بنسټونو، هټیو او چاپخونو ته هم میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.
د برېښنا نشتوالی د خلکو د ورځني ژوند د بې نظمۍ لامل هم کېږي، ځکه په نورمال ډول خپلې ورځنۍ چارې پرمخ نه شي وړلای، ځکه برېښنا په اوسني پیر کې د وګړو له لومړنیو اړتیاوو څخه ده چې په نشتوالي سره یې ورځنۍ چارې ټکنۍ او بې نظمه کېږي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل په شمالي ولسوالیو او یا بغلان او پروان ولایتونو کې که څه هم ځینې وختونه هم د جګړو له امله د برېښنا ستنې نړول کېږي، خو په ډېری موردونو کې سیمه ییز زورواکي او نامسووله وسله وال د برېښنا د مزو او ستنو په ویجاړولو کې لاس لري چې تېر کال په سالنګ سیمه کې د مماتي په نوم یو کس په همدې تړاو ونیول شو. له بده مرغه، په تېرو څو میاشتو کې د برېښنا د ستنو ویجاړول زیات شوي او داسې ښکاري چې ځینې سیمه ییز زورواکي په کې لاس لري. که څه هم د کورنیو چارو وزارت یو ځل ویلي و چې د برېښنا تاسیساتو د ویجاړولو په تور یې څو تنه نیولي، خو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال دا خبر رد کړ چې د کورنیو چارو وزارت هم خپله خبره بېرته واخیسته.
طالبانو په ځلونو ویلي چې د برېښنا د ستنو په ویجاړولو کې لاس نه لري، برېښنا شرکت هم تراوسه په دې کار کې د طالبانو لاس لرل نه دي تایید کړی. نو داسې ښکاري چې په سالنګونو او د کابل په شمال کې د مماتي په شان نویو نامسووله وسله والو دې کار ته مخه کړې او له برېښنا شرکته د باج اخیستو په موخه یې دا ورځنۍ چاره شوې ده. خو مظلوم اولس ددغه جنایت اصلي زیانمن دي.
د برېښنا د ستنو پرلپسې چادونې د دولت واکمني او کارندوالی تر پوښتنې لاندې راولي چې د پلازمیني په څو کیلومترۍ کې د برېښنا د تاسیساتو د ساتلو وس نه لري. نو دولت ته په کار ده چې د برېښنا د مزو او ستنو د خوندیتوب لپاره کوټلی ګامونه واخلي او د دغه کار عاملینو ته د سزا په ورکولو د وارداتي برېښنا د بندولو مخه ونیسي.