د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی باب؛ غني په دوهم ځل له خلیلزاد سره ولیدل

د ۸صبح پښتو مجله

ولسمشر محمداشرف غني د غبرګولي په ۱۷مه نېټه په دوهم ځل د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره ولیدل. له هغې یوه ورځ مخکې هم ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدلي و. په دې ناسته کې د ولسمشر مرستیالو او د کابینې ځینو غړو هم ګډون کړی و.
ولسمشرۍ دفتر ویلي چې له خلیلزاد سره په دوهمه ناسته کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د نوي باب په هکله په ځانګړې توګه د دغو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، دیپلماتیکو او امنیتي اړیکو مفصلې خبرې اترې وشوې.
ولسمشرۍ دفتر زیاتوي، د امریکا بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا له افغانستان سره په دغو برخو کې د مرستې ژمنه وکړه.
په دې ناسته کې ولسمشر غني ویلي، د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه له امریکا سره د اړیکو نوی باب به د دغو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پياوړې کړي او د دغو هېوادونو پلاوي به خپلو بحثونو ته دوام ورکوي.
د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اشاره ده. له دې مخکې هم محمداشرف غني ویلي و، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم به افغانستان له نړۍ سره د اړیکو نوي څپرکي پرانیزي.

ورته لیکنې

Back to top button