۸صبح، کابل: تهران کې طالبانو ته د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه د خبر له خپرېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی، چې د دغه سفارت په حقوقی وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی، دا یو عادي داخلي بدلون دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دوشنبه شپه د کب پر لومړۍ نېټه د دغه هېواد رسنیو ته وویل، چې له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د ایران په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
تسنیم خبری اژانس د هغه له قوله لیکی: «د یوه دیپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او بل دیپلومات ته د سفارت د چارو سپارل د همدې سفارت له داخلي بدلون سره د سفارت په قانونی حیثیت کې د بدلون په مانا نه ده.»
پرون خبر ورکړل شو، چې په تهران کې به د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شي.
ټاکل شوې چې دغه سفارت د راتلونکې اونۍ د یکشنبې پر ورځ د طالبانو استازي ته وسپارل شي.
سرچينو ویلي، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت پر کارکوونکو فشار راوړى، چې نه يې غوښتل له طالبانو سره کار وکړي، هغوي ته یې دغه ديپلوماتيک ځاى ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې زیاتې کړي دي.