د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بېجينګ ته ورسېد.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، پوتین د سې شنبې ورځ سهار د اکټوبر په۱۷مه بېجینګ ته ورسېد او ټاکل شوې چې سبا د «یو کمربند او یوې لارې» د درېیمې نړۍوالې غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره خبرې وکړي.
د کرملین د دیپلوماتیک سلاکار یوري اوشاکوف په وینا، دواړه ولسمشران به د عملي دوه اړخیزو همکاریو او نړۍوالو ستونزو په اړه «په واضح او دوستانه توګه» خبرې وکړي.
د دغه سفر موخه د بېجينګ او مسکو ترمنځ د اړيکو پياوړي کول او د هغو متحدينو پر وړاندې چې د لوېديځ پر وړاندې ولاړ دي، پياوړي کول دي.
د دې اونۍ په پیل کې هم، د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې سره لیدلي وو او سرګي لاوروف د چین څخه مننه کړې وه چې ولادیمیر پوتین ته یې د غونډې د مشر مېلمه په توګه بلنه ورکړې ده.
د شي او پوتین تر منځ وروستۍ لیدنه د مارچ په میاشت کې وه، کله چې د چین ولسمشر روسیې ته سفر وکړ او له مسکو سره یې د اقتصادي او پوځي همکاریو د پیاوړتیا ملاتړ وکړ، څو له هغه څه سره چې «امریکایي قدرت» دی، مبارزه وشي.
د روسیې او د نړۍ د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي د «یو کمربند او یوې لارې نړۍوالې همکارۍ په درېیمه» غونډه کې ګډون کوي. دې غونډې ته طالبان هم بلل شوي دي.