د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا (یکشنبه) په دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی او ویلي دي چې مسکو ته څېرمه پر یو کنسرت د برید څلور عاملان وړاندې له دې چې له پولې اوکرایین ته واوړي، نیول شوي دي.
د مسکو ټایمز د راپور په حواله، پوتین شنبه د مارچ پر ۲۳مه په یوې ټلویزیوني پیغام کې روسي وګړو ته ویلي چې د دې پېښې عاملان به په «سخت ډول مجازات» شي.
نوموړی دا برید «ترهګریز او وحشیانه اقدام» بللی دی.
هغه زیاته کړې: «زه نن له تاسې سره د هغه خونړي او وحشیانه ترهګریز برید په اړه غږېږم چې قربانیان یې لسګونه بې ګناه او سوله غوښتوونکي وګړي و.»
د یادونې ده چې د روستیو شمېرو له مخې، په مسکو کې پر خلکو د تېرې شپې ډزو په پاېله کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.
داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.