د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې له خوا د فلسطیني دولت رسمیت پېژندلو پر لور ګام په سیمه کې د تلپاتې سولې او ټيکاو لپاره مهم دی.
د دوحې نیوز د راپور په حواله، د قطر بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د مې پر ۲۲مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي وزارت ټينګار کړی چې په سیمه کې د عادلانه او هر اړخیزې سولې ټينګېدل د ۱۹۶۷ کال پولو له مخې، د یو خپلواک فلسطیني دولت په جوړولو چې پلازمېنه یې ختیځ بیتالمقدس وي، اړه لري.
د قطر بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلی چې ډېر نور هېوادونه به هم فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر سټور نن په رسمي ډول فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژنده.
ورته مهال، ایرلنډي چارواکو هم ویلي چې ټاکل شوې دولت یې فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
اسپانیه به هم ډېر ژر د دغو هېوادونو په پله ګام کېږدي.
له دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ناروې، ایرلنډ او اسپانیې له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.