۸صبح، کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز د افغانستان انټرنېشنل رسنیزې شبکې په اړه د طالبانو هغه پرېکړه چې له دې رسنۍ سره یې په کار او همکارۍ کولو بندیز لګولی، د رسنیو قانون خلاف کړنه بللې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پنجشنبه د غويي پر ۲۰مه په یوې خبرپاڼه کې دا کړنه په هېواد کې د وینا ازادۍ او رسنیو قانون خلاف بللې او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د قانون له مخې د ازادو رسنیو او مخاطبانو حقونو ته یې درناوی وکړي.
نوموړي بنسټ، په دې تړاو رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدګۍ کمېسیون پرېکړه د فشار او سیاسي انګېزو پاېله بللې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «[طالبان] دې د رسنیو قانون او ازادو رسنیو او مخاطبانو حقونو ته درناوی وکړي او هغه دې په پام کې ونیسي او اجازه دې ورکړي چې کمېسیون د رسنیو قانون پر بنسټ له افغانستان انټرنېشنل څخه احتمالي سرغړونو او شکایتونو ته رسیدګي وکړي.»
پرون د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون په یوې اعلامیه کې پر خلکو، کارپوهانو، شنونکو او خبریالانو غږ کړی چې له افغانستان انټرنېشنل راډیو ټلویزیون سره له همکارۍ او ورسره له اړیکو نیولو ډډه وکړي.
د دغه کمېسیون په ناسته کې پرېکړه شوې چې د دغې رسنۍ په بحثونو کې ګډون او په عامه ځایونو کې یې خپرونې منع دي.
د نوموړي کمېسیون په اعلامیه کې دا رسنۍ «قومي، ژبنیو او سیمه ییزو تعصبونو» ته په لمن وهلو تورنه شوې او راغلي چې له دې رسنۍ دوی ته شکایتونه هم شوي چې ګواکې د وګړو او حقوقي شخصیتونو پر خصوصي حریم تېری کوي او د خبرونو «کرهوالی» په پام کې نه نیسي.
د طالبانو له خوا په رسنیو محدودیت لګول کومه نوې خبره نه ده.
څه موده وړاندې په هېواد کې د نور او بریا خصوصي ټلویزیوني شبکو خپرونې هم وځنډول شوې.