۸ صبح- هلمند: په هلمند کې د وادي هلمند په نوم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې محصلینو د پاکستاني کلدارو د مخنیوي او پرځای یې د افغاني بانکنوټونو د کارونې لپاره عامه پوهاوی او کمپاین وکړ.
د وادي هلمند د لوړو زده کړو موسسې مرستیال نیاز محمد پوپل د دغه کمپاین پر مهال له خلکو وغوښتل، چې د کلدارو د مخنیوي او خپلو بانکنوټونو کارونې ته باید لومړیتوب ورکړي.
یاد شوی کمپاین په داسې مهال ترسره شوی او په ترڅ کې یې د افغانيو د ښې ساتنې لپاره یو شمېر خلکو ته جیبي بټوې ورکړل شوي، چې په وروستیو کې بیا د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د پاکستاني کلدارو د استعمال د زیاتیدو خبرونه ورکړل شوي.
راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ډیورنډ فرضي کرښې ته په نیږدې ولایتونو کې د کلدارو استعمال بیا زیات شوی.
د طالبانو رژیم چې پاکستان ته نیږدې ګڼل کیږي، د کلدارو د استعمال د بیا زیاتیدو د نه مخنیوي له امله خلک نیوکې ورباندې کوي.
د طالبانو چارواکو په دې اړه د خلکو نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.