وفا سمندر
یادونه!
کلونه وړاندې ما په ادبي، فلسفي، عرفاني لیدلوري کې د نویو او تازه او فردي اګاهیو پېژندلو او معرفي په لړ کې د ځانګړو مرکو یوه لړۍ پېل کړه، چې د فکري خوځښت د یو شمېر مینه والو د هرکلي وړ وګرځېده. دې لړ کې مې پیل له استاد نجیب منلي سره وکړ او مرکې پای کې خوښ وم، چې د مرکو او بحثونو رسمي، پروتوکولي او منضبط حالت کې مو یو څه بدلون راوستی.
هغه مرکه ولولئ، ښایي تاسو ته هم ځنې خبرې نوي وي!
لومړۍ برخه
منلی صاحب! څه وخت، چېرې او د چا کره مو نړۍ ته سترګې را پرانستې؟
د ۱۳۳۷ کال د غبرګولي په نهمه مې د مولوي زین الله منلي کره، د کابل په شاه شهید کې لومړۍ چیغه کړې ده.
زده کړې مو له کومه را پېل او تر کومه ځایه مو د اکاډمیک زمان قدمې ووهلې؟
د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د کان په کلیوالي ښوونځي کې مې د رسمي زده کړو بهیر پیل کړی او تر ننه لا د شاګردۍ له حالته نه یم وتلی. په ځمکپوهنه او کمپیوټر کې دوه ماسټرۍ لرم، د ارواپوهنې درسونه مې د ماسټرۍ تر کچې لوستي، خو دیپلوم مې نه دی اخیستی، په ادبیاتو کې د دوکتورا د اخیستلو هڅه مې لا روانه ده.
دومره وخت چېرې په څه چارو بوخت وئ؟
زده کړه او د ډوډۍ ګټل زما دوه ګونې بوختې دي، نور د هېڅ ښې نه یم.
نو لیک او تخلیق مو په کومه زمانه کې او له څه شي را جوړاوه؟
زه د رسامۍ له استعداده بېخي بې برخې یم، نو د شعر ژبه د خپلو مشاهدو د انځورولو له پاره کاروم. سیاسي، څېړنیزې او نظریاتي لیکنې مې له ژوند او ټولنې سره تړلې دي. د څه لیکلو هڅې مې په ماشومتوب کې پیل کړې او لا تر اوسه د هڅې له پړاوه نه یم وتلی.
څه فکر کوئ، تاسو مشر یاست که لیک او تخلیق مو؟
زما مشر زوی (انګار) یوه ورځ راته وویل : «که ته نه وای زه به د چا زوی وم یا به نه وم، خو که زه نه وای ته نه شوې پلار کېدلای!» دا یوه ډېره دقیقه خبره ده. هغه وخت لا زه، «زه» شوی نه وم چې دې «بالقوه زه» زما مور ته د مورکېدلو او زما پلار ته د پلارکېدلو احساس ورکړ. دا هم یو ډول تخلیق دی چې سړی د چا په ذهن کې یو تصور وپنځوي.
د لیک خبره بیا لږ څه توپیر لري، دا د تخلیق یو ځانګړی شکل دی چې ریاضت غواړي نو پرته له شکه چې ما لومړی د «زه والي» ګڼ پړاوونه وهلي او بیا مې په څه لیکلو پیل کړی دی.
همدا شېبه په څه لګیا یاست؟
(همدا شېبه) دقیقاً د همدې جملې په لیکلو لګیا یم. په لومړي نظر، کېدای شي څوک داسې و انګېري چې ګواکې زما دغه ځواب د ملنډو په ډول دی، خو خبره دومره ساده هم نه ده. د وخت مفهوم که څه هم ظاهراً هر چا ته اشنا ښکاري خو که لږ ورته ځیر شو د انسان د ستونزو محوري کرښه همدا ده. تېر مهال، چې اوس نشته، او راتلونکی مهال، چې تراوسه نه دی شته شوی هغه څه دي چې موږ یې حساب کولای شو. د نشت حساب؛ اوس مهال، یا ستاسې په وینا «همدا شېبه» د دوو تشو تر منځ یوه کرښه ده چې که واقعیت یې وهم منل شي، اندازه کول یې ناشوني دي.
په یوه فلم کې، ګومان کوم چې روسی فلم و، پوهان داسې یو کمپیوټر جوړوي چې موجود مالومات په کې ټول ثبت شوي وي او کمپیوټر دا وړتیا هم لري چې له نوو تجربو څخه نور مالومات هم پیدا کړي. په ډېر لږ وخت کې دا کمپیوټر دومره ځواکمن شي چې په هېواد کې ټول واک انحصار کړي. د انسانانو تر منځ په اړیکو کې، هغه څه چې د کمپیوټر په منطق برابر نه وي، هغه ته د نه منلو خبره او د سختې جزا وړ عمل ښکاري. هېڅوک د دې ټولواک ماشین د کړنو مخه نه شي نیولای. هغه څه چې د دې ماشین د قدرت سرچینه ده، هغه د ده د منطقي تحلیل قوت دی چې د هر ممکن عمل وړاندوینه کولای شي. په ټول هېواد کې د کمپیوټر «منطقي دیکتاتوري» حاکمېږي. انسانان چې د کمپیوټر له مطلقیت څخه پوزې ته رسېدلي هڅه کوي چې دا مطلق العنان واکمن له کاره وغورځوي، خو هره هڅه چې کېږي، سمدلاسه کشفېږي او په شدت سره ځپل کېږي. بالاخره یو پوه د کمپیوټر د ضعف ټکی پیدا کوي: مطلقیت چې ټولواک ماشین یې پر بنسټ خپل ټول نظام جوړ کړی دی، د ده تر ټولو ستره کمزوري هم ده. پوه له کمپیوټر څخه یوه پوښتنه کوي چې د هغه ټوله انرژي په کار اچوي او په پای کې د کمپیوټر اجزا ویلې کېږي. دا بې ځوابه پوښتنه څه وه؟ بس همدومره چې «همدا شېبه دقیقاً څه وخت دی؟». د همدې شېبې د زمان له ټاکلو سره سم، همدا شېبه هغه شېبه نه ده چې زمان یې تعیین شوی و.
کوم شاعر ویلي دي:
هر چې کاندې هغه کانده وخت دغه دی
پرون تېر شو، سبا نشته مهلت نن دی
همدغه راز په زاړه اروپایي تمدن کې رواقیون د «همدې شېبې» سم کارول د خپلې فلسفې د بنسټ په توګه مني خو په مقابل کې، مذهب او اخلاق دواړه د پرون کړنې د سبا د پایلو علت ګڼي: تېر ګناهونه راتلونکي عذاب ته لار جوړوي او نن باید د سبا له پاره توښه برابره شي. زه هم، شاید د رواقیونو پر پله، په دې باور یم چې انسان خدای (ج) خلاق پیدا کړی او د خلاقیت یوازینی مظهر په «همدې شېبې» کې داسې څه کول دي چې د راتلونکې شېبې جهان د تېرې شېبې له جهان څخه بېل کړي.
کوم مهم دی یا کوم اول دی، تاسو که هغه څه چې ترسره کوئ یې؟
مهم او اول مترادف مفاهیم نه دي. که زه نه یم زما کړنې نه شته نو ویلای شو چې زه اول یم. خو په عین حال کې که زه موجود و اوسم او پر خپل چاپېریال هېڅ ډول اغېز و نه لرم نو زما موجودیت په خپله تر پوښتنې لاندې راځي؛ له دې امله به دا بې ځایه نه وي که ووایم چې هغه څه چې زه یې کوم زما فزیکي شتون ته واقعیت ورښندي نو زما تر شتون زما «عاملیت» یا په بل عبارت زما د تخلیق وړتیا مهمه ده.
که د خلقت کیسې ته ځير شو، خدای (ج) د انسان د هستولو له پاره خپله اراده ملایکو ته څرګندوي. ملایک د خدای (ج) راتلونکی مخلوق په ځمکه کې د فساد سرچینه بولي او وینې تویوونکی یې پېژني، خو خدای (ج) ورته په ځواب کې وایي «په هغه څه چې زه پوهېږم، تاسې نه پوهېږئ». وروسته چې انسان پیدا شي، نو خدای (ج) ورته د شیانو نومونه ورزده کوي او همدا پوهه پر ملایکو د انسان د غوراوي دلیل بلل کېږي. په دغه روایت کې څو ټکي زموږ له موضوع سره تړاو نیسي. خالق، چې مطلقاً قادر او د مشیت خاوند دی، له خپلو مخلوقاتو سره مشوره نه کوي، د هغوی خوښه نه پوښتي، خو د انسان تر پیداکولو مخکې هغوی خبروي. د خالق په هکله د اړتیا خبره نه شي مطرح کېدای چې ګواکې د ملایکو خبرول به کوم ضروري عمل و.
وفا سمندر
د خدای (ج) اراده وه چې انسان پر ځمکه خلیفه کړي نو هغه ته یې د خپلو صفاتو د یوې برخې د ورکولو هوډ وکړ. اوس، د دې له پاره چې دا نوی مخلوق د خالق د خلیفه کېدلو وړتیا پیدا کړي، د هغه د پیدا کولو اراده اعلانېږي. ملایک دومره پوهېږي چې دغه نوی مخلوق د چاپېریال د بدلولو وړتیا لري او دا بدلون پر «فساد» تعبیروي. دا هغه ناپوهي ده چې خدای ورته اشاره کوي. انسان ته د شیانو نومونه ورزده کول کېږي، یانې انسان ته دا وړتیا وربخښل کېږي چې د شیانو په اړه د هغوی په غیاب کې هم فکر وکړي. د خلاقیت تعریف پرته له دې بل څه نه دی.
هغه مخلوقات چې تر انسان دمخه هست شوي وو، په خپل اصلي هیأت کې د ځان له پاره هدف نه شي ټاکلای؛ هغوی مجبور دي چې هغه څه وکړي چې د هغه په خاطر هست شوي دي. په دوی کې یوازې یو د خالق له امر څخه د بغاوت په مرسته – یا په برکت – یو ډول انفعالي خلاقیت پیدا کوي. دی هم نه پوهېږي نو ځکه داسې انګېري چې د ده ماهیت (له اور څخه جوړ شوی وجود) ده ته تر دې بل مخلوق (چې له خاورې رغېدلی) لوړ دریځ وربخښي چې دا یوه ستره ناپوهي ده. کله چې دغه باغي مخلوق د انسان د بې لارې کولو نیت کوي، خالق یې مخه نه نیسي؛ ځکه چې د انسان امتیازي صفت یعنې خلاقیت هغه ته دا وړتیا وربخښي چې د سمې او ناسمې لارې تفکیک وکړي. د شیطان بغاوت هغه ته همدومره خلاقیت ښندلی چې د انسان د بې لارې کولو هڅه وکړي خو دا هم یو ډول ناقص خلاقیت دی؛ ځکه چې انسان که له سمې لارې وځي، نو د خپلو کړنو پربنسټ به هم ناسمې لارې ته اوړي.
د لومړیتوب او اهمیت ټوله معما په همدې کیسه کې نغښتې ده.
احساس، فکر، لیک، پنځونه ده چې د وګړي برخلیک جوړوي، که وګړی (فرد) دی، چې د احساس، فکر، لیک او متن په فزیکي کالب کې «واقعیت» ته راوځي؟
کله چې د واورې سپین څادر وغوړېږي، ليدلي به مو وي چې انسان (کله کله ګومان کوم چې حیوان هم) پر دې سپينې پردې په ډېر خوند او شوق ګرځي، راګرځي او بیا د خپلو پلونو خاپونو ته ځیر کېږي او یو ډول غرور ورته پیدا کېږي. دا غرور او دا خوند له ګرځېدلو سره نه دی تړلی؛ ځکه چې دا چاره خو له واورې پرته هم په طبیعي ډول، هره ورځ، هره شېبه له انسان سره تړلې ده. د دې خوند او غرور منشأ د سپینې واورې په بدرنګولو کې ده.
په هغه ډول چې تاسې مطرح کړې – احساس، فکر، لیک، پنځونه مو سره یو ځای یاد کړي – ستاسې پوښتنې ته ځواب نه شي ویل کېدای، خو که د دغو بېلابېلو او سره پردیو مفاهیمو ګډ څرنګوالی په پام کې ونیول شي، نو ویلای شو چې ستاسې د پوښتنې دواړه برخې د یوې پاڼې دوه مخه دي چې یو له بله نه شي بېلېدلای. پنځول د انسانیت لومړنی اصل دی، خو تر څو چې انسان څه پنځولي نه وي، تر هغو پر خپل شتون نه شي باوري کېدلای.
لیدلي، او د لیدلو وړ واقعیت غټ دی، که هغه څه چې د شکل، زمان، مکان او مادي بڼې له پېداکولو دمخه، په نه پېژندلې بڼه شتون لري؟
هغه څه چې د شکل، زمان، مکان او مادي بڼې له پېداکولو دمخه، په نه پېژندلې بڼه شته دي هغه د خلقت اراده ده، چې له خالق سره ده او تر دې بل هېڅ مفهوم ستر نه شي ګڼل کېدلای، خو دا هغه څه دي چې انسان یې له درکه عاجز دی.
وړاندې مو د انسان د پیدایښت کيسې ته اشاره وکړه. د انسان د خلاقیت سرچينه د نومونو (د ليدلو وړ واقعیت) پېژندل دي. زه او ته انسانان یو نو زموږ د فکر او درک د ځغل میدان همدا د اسبابو عالم دی چې په مادي بڼه د زمان او مکان په لمن کې شکل نیسي. ان هغه څه چې «همدا شېبه» نشته او زه یې شته کوم، د زمان او مکان له ظرفه بهر د تصور وړ نه دي. زموږ په فلسفي او علمي بحثونو کې کله د خلقت له شېبې نه د وړاندې شېبې پوښتنه مطرح کېږي (هغه مهال چې هېڅ هم نه وو، څه وو؟). د دې پوښتنې مطرح کول په خپل ذات کې بې مانا دي. فيزیک پوهان دغه ټکي ته د «عجب» (Singularity) ټکی وایي. د اینشټاین له خوا وړاندې شوې معادله چې د نوي فيزیک بنسټیزه معادله ده کتله (مادي بڼه) له انرژي (خوځښت) او د رڼا له چټکتیا (مکان پر زمان) سره تړي:
E = mc2
په دې معادله کې که کتله (m) صفر شي یانې مادي بڼه وجود و نلري خوځښت (E) هم صفر کېږي یانې له منځه ځي. چټکتیا هم پر زمان د فاصلې (مکان) وېش دی، نو که زمان صفر شي خوځښت لایتناهي (بې پایه) کېږي. هغه شېبه چې مکان، زمان او مادي بڼه درې واړه صفر شي نو ریاضي د دې معادلې له حل څخه عاجزه ده ځکه چې په دې شرایطو کې خوځښت هم نشته او هم بې پایه دی، چې دا تضاد د حل وړ نه دی.
زموږ لپاره یواځې او یواځې هغه څه مفهوم دي، چې مادي بڼه ولري او د زمان او مکان په قید کې وي.
که چېرې د فزیکي حواسو او ذهني وړتیا له دریځه ګورو نو برخلیک مو دغه دی، خو که خپل نه پېژندلي، یا دروني حواس راویښ کړو، او له مادي-زماني واقعیت څخه د ازاد خیال پر لور، د زړه سترګه ورخلاصه کړو، په څه به اوړو، دا د خوبونو له واقعیت څخه ازادې تجربې، د شعر تازه او ژوندۍ موسیقي…او د مخامخ او د زمان له حجم څخه ازاد فردي درک او فهم «جوهر» څه شی دی، وګړی په خپلې کومې وجودي برخې کې راویښېږي، او څرنګه دغه بې جنسه مرغلرې راوړي؟
د زړه سترګه یې بولې، که شپږم یا اووم او اتم حس یې بولې، که د جوګیانو په اصطلاح درېیمه سترګه ورته وایې او که بل هر نوم پرې ږدې د انسان غیر حسي ادراک بیا هم د اسبابو له عالم سره تړلی دی. انسان یو مادي موجود دی، په هېڅ وجه نه شي کولای چې ځان د مادې، زمان او مکان له قیده ازاد کړي. ستاسې په قول «د شعر تازه او ژوندۍ موسیقي» بیا هم له حواسو ګړېږي او جوهر (Essence) هم په لومړۍ مانا د بوټو هغه برخه ده چې د درندو عناصرو (ایرو او سکرو) له لېرې کولو وروسته د ګاز په شکل پاتې کېږي او په ځینو مایعاتو کې د حل وړ ده. تر دې ډېر به بل څه شی مادي وبولو؟ کله چې موږ د «روح» خبره کوو، د نوم تر شا نومول شوی واقعیت بیا هم د «باد» یا «هوا» ښکارندویي کوي، چې د پښتو «سا» هم په همدې مانا ده. هرې خوا ته یې چې واړوې، زما او ستا دنیا بیا هم د مادیاتو او اسبابو له تنګ سپم څخه لویه نه ده. هغه د کب او چونګښې کیسه رایاده شوه: د سېلاو څپو کب له سیند څخه یوه کوچني ډنډ ته یووړ. هلته پر چونګښې واوښت. کله به چې کب د سیند د پراختیا خبرې کولې، چونګښې به ورته د خپل ډنډ یوه برخه په بېلګه کې یادوله، خو دا د چونګښې له درکه وتلې خبره وه، چې تر ډنډ پراخه څه دې هم وجود ولري. زموږ د ادراک ډګر دومره کوچنی دی، چې موږ د خپل خالق په اړه هم فکر کوو، نو د خپلو حواسو او خپل بدن په محدوده کې یې رانغاړو. لویو پوهانو همدومره کړي چې د خالق ليدل، اورېدل او کول یې «بلاکیفه» بللي دي. تاسې چې کله د «وجودي برخې» او «بې جنسه مرغلرې» یادونه کوﺉ نو په خپله هغه هڅه نفیې کوﺉ چې له وجود او جنس وراخوا د یو بل واقعیت لټون دی.
وفا سمندر
که اوس تاسو ته هغه شېبه عکس شي، چې په کلي کې ملا ته ناست وئ، یا د لومړي ټولګي، په لومړۍ ورځ لومړني ښوونکي ته ناست وئ، څومره به ځان په کې ومومئ- دغه ځان یا هویت چې اوس یاست؟
هغه څوک چې د دې جملې تصور یې کړی و اوس نشته، هغه څوک چې دا شېبه د کمپیوټر تڼۍ کښېکاږي د دې جملې د پیل کولو پر مهال نه و. هغه څه چې موږ یې خپله «پېژندګلوي» بولو په حقیقت کې یو فرضي موجود دی، چې د شوو تجربو محصول دی. شوې تجربې هم یوازې د فرد له ژوند سره نه دي تړلې، بلکې د خلقت له شېبې راهیسې د کایناتو ټول تاریخ په کې نغښتی دی. هغه څه چې موږ یې خپل انفرادیت بولو یانې هغه څه چې زه یې (زه) کړی یم او ته یې (ته) کړی یې په حقیقت کې زموږ د ادراک محدودیت دی؛ ته هم د کایناتو د ټولو تجربو محصول یې او زه هم خو د دغو تجربو هغه برخه چې زما د ادراک په ساحه کې ده ستا د ادراک له ساحې وتلې ده او هغه څه چې ستا د ادراک په ساحه کې دي زما د ادراک له ساحې وتلي دي. په بل عبارت ته زما ناپوهي یې او زه ستا ناپوهي یم!
دلته د مدونو متنونو او اندونو سره په توپېر کې د وګړي «فردیت» او ځاني خپلواکۍ او دغه راز فردي مسوولیت نه په ډاګه کېږي، ایا له دې خبرو دې پایلو ته نه رسېږو، چې «زه» یعني زما د فکر او عمل مجسمه بڼه؟
یا همدې ته ورته یوڅه : «زه» یعنې د یو فرد د فکر او عمل هغه بڼه چې «ستا» فکر یې ځان ته مجسموي! فرد له ټولنې بهر مانا نه لري: فردیت هغه څه دي چې د ټولنې غړي یو له بله بېلوي یانې د همدې ټولنې نورو غړو ته یې د پېژندلو وړ ګرځوي.
اوس چې ستاسې پوښتنې ته راشم، هغه څوک چې زه یې «زه» بولم خو په تېر مهال کې یې وینم یواځې همدومره له هغه چا سره ورته والی لري، چې زه یې بیا هم «زه» بولم او د «همدې شېبې» شاوخوا په نسبتاً لنډ مهالي واټڼ کې یې تصور کوم چې پخواني «زه» د خپل خلاقیت په مرسته اټکل کړی و. موږ په عمومي توګه «هویت» یا په زېږنیز چوکاټ کې وینو (زه له کومې انساني ډلې ـ کورنۍ، کلي، قام، ملت، … سره تړلی یم؟) او یا یې د چاپېریال بدلولو د وړتیا په چوکاټ کې وینو (زه له کومې انساني ډلې ـ مسلک، ټولنیز فعالیت، اقتصادي فعالیت،… سره تړلی یم، چې خپل چاپېریال په داسې ډول بدلوي چې زه یې په ورته ډول بدلوم).
د ځان موندل په حقیقت کې ځان د نورو په هېنداره کې ليدل دي، نو زما هویت هغه څه دی چې ته فکر کوې چې زه یم او کېدای شي چې زه د خپل دغه هویت منلو ته تیار هم و نه اوسم.
که ټوله هستي په یوه لنډ کلام، یوازې په یوه جمله یا کلمه کې راټوله کړئ، هغه به څه وي؟
که له هستۍ څخه مو موخه د انسان ژوند وي نو: «د پرون او سبا تر منځ د ورکې لارې لټون» به یې وبولم او که له هستۍ څخه مو موخه د خدای (ج) پراخه خدایي وي نو کېدای شي چې «له عدمه تر عدمه یو له درکه وتلی ډګر» یې وبولو.
څه فکر کوئ، د وګړي ازلي برخلیک دادی، چې په ذهني ـ حسي تلو کې د هستۍ د نه ځایدلو او نه پېژندلو پر دریځ ودرېږي او پوهه همدلته وچه او پای ته ورسېږي، او که نه وګړی د «حقیقت نښه» ده، چې باید په ځانخبري ډول بېرته خپلې بې زمانه او ژوندۍ شیبې کې راويښ شي؟
زما د خبرو محوري ټکی د «بې زمانه او ژوندۍ شېبې» نفیې ده.
د لیک او څېړنې رسالت د واقعیت په ژبه د حقیقت ژباړل دي، که د واقعیت تشرېح او که نه په لیک او تخلیق سره وګړی او لیکوال غواړي، هستي بشپړه کړي؟
مخکې مې دې ټکي ته اشاره وکړه، هر خلاق موجود د واورې پر سپینه پاڼه د خپلو پلونو خاپ جوړوي چې ځان په خپل شته والي باوري کړي. نه یې « د واقعیت په ژبه د حقیقت ژباړل» بللای شم او نه د هستۍ د بشپړولو هڅه. انسان ځان تل تر هغه څه ډېر ستر بولي چې دی. پر واورې د پلونو خاپونه جوړول که د چاپېریال د بڼې د بدلون په موخه عمدي عمل وي هنر او تخلیق یې بولو او که بې ارادې حرکت وي، طبیعت ورته وایو. د هنر رسالت یواځې همدومره دی چې انسان له انسانیت سره په یو ډول اشنا کړي.
ګورو، چې فکرونه، اندونه، باورونه، اخلاق، انګېرنې، تمدنونه، رواجونه…انساني تالیفات دي، او هماسې د انسان نور مادي-ذهني تالیف زړېږي، له موډه لوېږي او ساه ورکوي، څه فکر کوئ، چې د وګړي ډېره ښکلې پاېله به څه وي؟
هر څه فاني دي، فرد او د هغه تخلیق او تالیف له دې اصل نه مستثنی نه دي. انسان ابدیت ته پسخېږي، خو که موږ د بشریت تاریخ ته وګورو نو هغه انسان چې په همدې بڼه د ځمکې پرمخ له دوو یا دریو میلیونو کالو راهیسې د ابدیت په لټه دی، داسې څه یې نه دي پرې اېښي چې له درې څلور زرو کالو واوړي؛ ځکه خو زما په اند د ابدیت په لټه کې انسان، هم د فرد په مفهوم او هم د نوعی په مفهوم، خپل ځان غولوي. د یو فرد له پاره تر ټولو ښکلې راتلونکې همدا ده، چې کله چې له دې دنیا نه سترګې پټوي، په دې ډاډه واوسي چې خپل ځان ته، خپل انسانیت ته ژمن پاتې شوی دی.
څه فکر کوئ، نه لیدلې شته؟ او که وي، نو انسان به د «علم» په راټولو کړو مالوماتو، که د «هنر» په خیالي لارو ور درومي؟ ایا وګړی یوازې همدا غوښن ماشین دی، که د خپل بل هویت پر سر پروت مادي ـ زماني فصل؟ هنر چې د ذهني اخلاقو له زرینو قفسونو ازاد برېښي، کولای شي، موږ ته د خپلې نا اشنا برخې هنداره شي؟
انسان یو خورا محدود موجود دی. پرته له شکه د واقعي دنیا بې شمېره بعدونه د انساني درک په کوچنوټي ډنډوکي کې نه ځایېږي. نالیدلي شته، زموږ علمي څېړنې د دغو نالیدلو ځینې کوچنۍ څانګې لیدلای شي، خو «اصل» ته د رسېدو وس نه لرو. هنر، یا بله هره انساني ښکارنده نه شي کولای، چې انسان د انسانیت له چوکاټه بهر بل څه کړي. هنر یواځې کولای شي چې د اسبابو په عالم کې، د مادې، زمان او مکان په محدوده کې انسان ته د انسانیت تر پړاوه په اوږده تیاره لار کې پېلوځې ولګوي. پېلوځی دومره رڼا نه لري چې ته په کې له لارې وراخوا غرونه او رغونه ووینې، همدومره هم ډېره ده چې په لار کې کندې در ته په نخښه کړي. مولانا وایي «آنچه اندر وهم ناید آن شوم» مګر دغه آن «نه شي تعریفولای ځکه چې د ده په وهم کې نه ځایېږي. له هنر څخه دا تمه درلودل چې انسان به د انسانیت له تنګ چوکاټه وباسي بې ځایه ده، مګر هنر انسان ته د خپل انسانیت د بشپړولو لارې چارې ور زده کولای شي.
د هنري تخلیق له پاره زه پر دریو ژمنتیاو ټینګار کوم: هنرمن باید ځان ته ژمن واوسي، د خپل هنر وسیلې ته ژمن واوسي او خپل مخاطب ته ژمن واوسي. ځان ته ژمنتیا – یانې د خپلو ريښتينو احساساتو ریښتینی بیان – د هنرمن له پاره، او په ټوله کې د هر انسان له پاره، تر ټولو ستر نصب العین دی.
څه فکر کوئ، لیک او تخلیق به مو ستاسو پوره ننداره راباندې وکړلای شي؟
هنرمن ځان په خپل هنر کې نه څرګندوي، بلکې لا یې پسې پټوي. زه هم هڅه کوم چې د امکان تر حده ځان په خپل لیک کې ښکاره نه کړم.
ښه نو انتظار به شو! خو څه چې تر اوسه تاسو پر قلم جوړ کړي، نومونه یې واخلئ، همدا یې ځای دی.
انتظار به شو.