له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز څه باندې ۱۰۰۰ ورځې تېرېږي. د بشري حقونو ځینو بنسټونو، د ښځینه حقونو فعالانو او سیاسي او کلتوري څېرو د نجونو پر زدهکړو ۱۰۰۰ ورځني بندیز ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. ځينو سیاسي څېرو د طالبانو په رژیم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بیرته پرانېستلو چاره یو خیال بللی دی. د هغوی په وینا، نوی افغان نسل دې له غربي چوکاټه وراخوا د فکر کولو ځواک زده کړي. دوی ویلي چې طالبان د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي او دا ډله ښځې د «شر او فساد سرچینه» ګڼي. ځينې نور بیا د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې. اخوا، یونیسف ویلي چې د نجونو پر زدهکړو د زر ورځني بندیز لامله د افغان نجونو د زدهکړو درې میلیارد ساعتونه ضایع شوي دي. ورته مهال، له زدهکړو ډېرو محرومو نجونو ویلي چې په دې موده کې یې ډېر رنځونه ګاللي او د هیلو څلي یې نړېدلي دي.
ځينو فرهنګي او سیاسي څېرو، د ښځو حقونو فعالانو او د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځني بندیز په مناسبت بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي. ځينو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو ښوونځيو بيا پرانستل د بنسټپالنې د ترويج په مانا بولي او زیاتوي چې د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې نصاب به د عصري زدهکړو پرځاى د طالبي فکر له خپراوي سره مرسته وکړي.
بل پلو، ځينو سیاسي څېرو د طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو کمپاین د نجونو او ښځو له طبیعي حقه د اوسېدونکو د غوښتنو کمول بولي او زیاتوي چې نوی افغان نسل دې له غربي فکر او طالبانو له سپيناوي وراخوا فکر وکړي او ۱۰۰۰ ورځنی بندیز دې یوازې په یوه شر کې نه رانغاړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت پخواني معین عبدالله خنجاني په ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو ۱۰۰۰ ورځني بندیز ته په غبرګون کې ویلي چې دا زر ورځې دې یوازې په ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو په بندیز نه خلاصه کېږي. خنجاني زیاته کړې: «نوی نسل دې له غربي چوکاټه وراخوا د فکر کولو ځواک زده کړي. د زرګونو ورځو له ستونزه یوه یې ښوونځيو ته د نجونو نه تګ دی. طالبان ښځې ټيټې، حقیرې او د فساد او بدۍ سرچینه ګڼي. طالبان ښځو ته په دویمه او نابرابره سترګه ګوري.»
دغه پخواني چارواکي ټينګار کړی چې بنسټيزې غوښتنې دې د نجونو طبیعي حق تر کچې نه ټيټېږي. نوموړی ادعا کوي: «دا هماغه جال دی چې د طالبانو د سپین کوونکو له خوا د ټولنې پر حاکم ذهنیت تپل شوی دی.»
یوې معترضې ښځې صابرې اکبري لیکلي: «د طالبانو او نړۍ د ناولو پالیسو لامله، په افغانستان کې ۱۰۰۰ ورځې وشوې چې نجونې له ښوونځیو راګرځول شوي دي.» نوموړې له خلکو غوښتي چې د دغه ناروین په اړه دې ژور فکر وکړي او په وینا یې، نجونې د دا ډول تیاره برخلیک حقداره نه دي.
د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو ایتلاف بیا په ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو ۱۰۰۰ ورځني بندیز ته په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې او د زدهکړو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو ترڅنګ ودرېږي او د «طالبانو له بدوي» رژیم سره خپلې اړیکې پرې کړي. دغه ایتلاف ویلي چې نړیواله ټولنه دې «په افغانستان کې له واکمنې بدوي او ښځو ضد ډلې سره هر ډول اړیکې پرې کړي او ولسي او ډموکراتیک حکومت جوړولو ته دې لاره چاره برابره کړي، څو په ټولنه کې ټول اړخونه په برابره توګه له خپلو انساني حقونو او امتیازونو برخمن شي.»
ورته مهال، بښنې نړیوال سازمان د نجونو پر مخ د ښوونځيو د سملاسي پرانېستلو غوښتنه کړې ده. نوموړي سازمان ټينګار کړی چې په افغانستان کې نجونې د طالبانو تبعیضي او ناعادلانه پالیسو لامله د زدهکړو له حقه محرومې شوې دي. د دغه سازمان په خبره، د طالبانو پالیسۍ د نړیوالو قوانینو خلاف دي. یاد سازمان «تعلیم جرم نه دی» کمپاین پېل کړی او له طالبانو یې غوښتي چې په سملاسي ډول د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانېزي.
دغه راز، د روادارۍ په نوم بنسټ د نجونو پر زدهکړو ۱۰۰۰ ورځني بندیز ته په غبرګون کې د «اقراء» په نوم یو کمپاین پېل کړی دی. نوموړي بنسټ لیکلي: «۱۰۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې نجونې د زدهکړو له حقه بې برخې دي. ايا له ښوونځي څخه د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې به څو زرو ورځو ته ورسېږي او ایا ښوونځي به پرانېستل شي؟»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، په دې کمپاین کې د هغو نجونو کیسې دي چې له زدهکړو محرومې شوې او یو شمېر یې هیله لري چې که هلکان وای نو کولای یې شوای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. نوموړې وايي چې افغان نجونې غواړي د نورو اسلامي هېوادونو او نړۍ د نجونو په شان خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. شهزاد اکبر هیله څرګنده کړې چې دا کمپاین به وکړای شي د هېوادوالو د نورو فعالیتونو تر څنګ د «دغې فاجعې د عادي کېدو» مخنیوی وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځې د «غم او اندېښنې» موده بللې ده. یونیسف ویلي چې ۱۰۰۰ ورځې له زدهکړو محرومېدل په دې مانا دي چې په وینا یې، د افغان نجونو د زدهکړې درې میلیارده ساعتونه ضایع شي. یاد بنسټ زیاته کړې چې د زدهکړو له بهیره د یو نیم میلیون نجونو سیستماتیک ایستل نه یوازې د دوی د زدهکړو له حقه څرګنده سرغړونه ده؛ بلکې په وینا یې، د فرصتونو له لاسه وتلو او رواني روغتیا د خرابېدو لامل هم ګرځي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې ټول دې په ګډه د افغان نجونو د زدهکړو د حق دفاع وکړي. نوموړي د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو ۱۰۰۰ ورځني بندیز ته په اشارې ویلي: «موږ ټول باید په ګډه په افغانستان کې د هرې نجلۍ د زدهکړو د حق پلویتوب وکړو.» بېنټ زیاته کړې چې زدهکړې یوازې داسې بشري حق نه دی چې په وینا یې، تمه ورته نه شي کېدای، بلکې د یوې غوره، لاعادلانه او سوکاله نړۍ لپاره ځواکمن کتلست دی. نوموړي له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د حق لپاره کار وکړي.
اخوا، د زدهکړو فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ په هېواد کې د نجونو د ملاتړ لپاره د پوهنې له برخې سره ۱.۵ میلیون ډالره مرسته کړې ده. ملالې یوسفزۍ په یو تصویري پیغام کې د نجونو له زدهکړو د محرومیت زرو ورځو د پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې میلیونونه نجونې د «جنسیتي اپارتاید» تر سیوري لاندې ژوند کوي چې په خبره یې، له عامه ژونده او په عمومي ځایونو کې له حضوره منع دي. د ملالې یوسفزۍ او د «زدهکړې نه ځنډول کېږي» په نوم بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو موټی شي.
د افغانستان د بشر حقونو او ښځو چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي: «زر ورځې وشوې چې ځوان ارمانونه ځپل شوي، د هېواد راتلونکی ضایع شوی او افغانستان د ځمکې پر مخ یوازینی داسې منزوي هېواد دی چې پکې داسې سخت دریځه پالیسۍ عملي کېږي.»
دا غبرګونه داسې مهال ښودل شوي چې په افغانستان کې له زدهکړو محرومې نجونې وايي چې د ژوند زر ورځې یې په کړاو، تیارو او دردونو کې تېرې شوې دي او پر روح او روان یې ناوړه اغېز کړی دی. دا نجونې وايي چې په تېرو زرو ورځو کې یې هره شېبه زړونو څړېکې کولای. دوی تېرې زر ورځې په افغانستان کې د ښځو د چوپتیا، انزوا او وروسته پاتې والې پېړۍ ګڼي او وايي چې په دې موده کې هېواد زرګونه طلاي چانسونه له لاسه ورکړي دي.
مهرافزا هغه زدهکوونکې چې د طالبانو د ناسمو پالیسو لامله له زدهکړو محرومه شوې، وايي چې د هیلو ماڼۍ یې ړنګه شوې ده. نوموړې ټینګار کوي چې ګومان کوي نجونې «مړې دي او نور بېغږه دي.» د هغې په وینا، زر ورځې یې په ناهیلۍ او خپګان تېرې کړې دي. دا زدهکوونکې ټينګار کوي چې اوس لویه شوې او کورنۍ یې د ښوونځي بیاپرانېستلو تمه نه لري او وايي چې واده وکړي، داسې چاره چې په وینا یې، ټولې هیلې به یې په اوبو لاهو شي.
بل پلو، ځينې ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو ښوونځيو بېرته پرانستل د طالبانو ایډيالوژۍ او په افغانستان او سیمه کې د بنسټپالنې د ودې لپاره یو بنسټ ګڼي. هغوی وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تعلیمي نصابه معلومات نه شته او ښايي چې نجونې هم د دې ډلې له بنسټپالو تعلیماتو برخمنې شي.
د یادونې ده چې ۸صبح ورځپاڼې په یو راپور کې په کندوز کې داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی و چې په دیني مدرسو کې نجونې له طالبانو سره واده کولو ته هڅول کېږي. په هغه راپور کې ځینو نجونو ویلي و چې د نارینهوو د خدمت لپاره پیدا شوي او په سیاسي او حکومتولۍ برخو کې دې ښکېلې نه وي.