۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې له پاکستانه د راستانه کړای شویو کډوالو له ډلې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د غبرګولي پر ۳مه په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې له پاکستانه افغانستان ته د راستانه کړای شویو ښځو له ډلې ۱۳ سلنه یې د کورنۍ سرپرست نه لري.
د نوموړي بنسټ په وینا، د راستانه کړای شویو په منځ کې له ښځو او نجونو ملاتړ خبره یوه بنسټيزه اندېښنه ده؛ ځکه په خبره یې، هغوی له ګڼو ګواښونو سره مخامخې دي.
په راپور کې راغلي چې راستانه کړای شوي له اقتصادي، کار نشتوالي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د راپور په حواله، نجونې او ښځې ډېر زیانمنې دي او افغانستان ته له ستنېدو وروسته یې په چلن کې پام وړ بدلونونه لیدلي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په ګڼو سیمو کې ډېری کورنۍ له بېلابېلو ګواښونو لکه فزیکي تاوتریخوالي، ځورونې، ګواښونې، له چوپړونو محرمېدل، محدودو حقونو، تبعیض او ناوړې ګټې اخیستنې سره مخ شوې دي.
په راپور کې زیاته شوې: «د ښځو او نجونو په منځ کې د پام وړ زیانمنتیا له ۲۷ څخه تر ۵۰.۸ سلنې پورې وه، داسې چې نارینه او هلکان بیا له ۲۱ څخه تر ۵۳ سلنې پورې زیانمن وو.»
پرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مرستندویه بنسټونو ایتلاف ویلي چې د پروسږکال د سپټمبر له ۱۵مې بیا د روان کال د مارچ تر ۱۸مې شاوخوا ۵۹۰ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.