کابل – هرات لویه لار د هېواد یو مهمه لار بلل کېږي او هره ورځ لسګونه لوی او واړه موټر پرې تګ راتګ کوي. اوسمهال د دغې لارې د بیارغونې چارې روانې دي؛ خو د رغونې د پڅ کار له کبله مسافر او موټر چلوونکي په خپل وخت نه رسېږي. پر دې لار تلوونکي مسافر وايي چې له دې وړاندې یې د کابل – هرات پر لویه لار ۱۵ ساعته مزل کاوه؛ خو اوس یې پر دې لار له ۲۳ تر ۲۴ ساعتونو لګېږي.
کابل – هرات لویه لار د طالبانو او پخواني حکومت د جګړې پر مهال، د ایښودل شویو ماینونو له کبله په کلکه توګه ویجاړه شوې وه. د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شویو ماینونو له کبله، پر دې لار ټول پلچکونه او پلونه ویجاړ شوي و. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د دې لویې لارې بیارغونه پېل کړه.
طالبانو د روان لمریز کال په سرطان میاشت کې د کابل – هرات لویې لارې د بیارغونې لپاره له اوو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې. طالبانو د دې پروژې د پېل پر مهال ادعا وکړه چې ډېر ژر به د دې پروژې د بیارغونې (۴۸۰ کیلومتره سړک، ۴۶ پلونه او یو زر او ۷۱۶ پلچکونه) چارې بشپړې شي.
یو شمېر خلک چې پر دې لار تګ راتګ کوي وايي چې د لارې د بیارغونې چارې ډېرې پڅې روانې دي او هغه واټن یې چې له دې وړاندې په ۱۵ ساعتونو کې بشپړاوه، اوس یې له ۲۳ تر ۲۴ ساعتونه پرې لګېږي.
سېدعلي د هرات یو اوسېدونکی دی. نوموړی چې پر دې لار تګ راتګ کوي وايي چې اوس مسافر اړ دي چې د موټروانانو له خوا د سړک غاړې پر جوړ شويو فرعي لارو مزل وکړي. د هغه په خبره، دې چارې د کابل – هرات پر لویې لارې مسافرو ته ستونزې راولاړې کړې دي. د هرات دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل: «لاره ډېره خرابه شوې ده. له غزني تر کابله مو موټر پنځه دقیقې هم پر پاخه سړک تګ ونه کړ. موټروانانو د اصلي سړک څنګ ته لارې جوړې کړې دي چې تر ملا پورې خاورې دي. موټر په خاورو کې مزل کوي. د لارې لرې والي او خاورو او دوړو مسافر ناکرار کړي.»
سېدعلي زیاتوي: «له دې وړاندې له هراته تر کابله له ۱۴ تر ۱۶ ساعتونو کې رسېدلو؛ خو اوس له هراته تر کابل پورې له ۲۳ تر ۲۴ ساعتونو تګ کوو. خدای شاهد دی، لاره دومره خرابه وه چې موږ یې له خولې او ژبې وباستلو او یوه شپه او ورځ د ستړیا له کبله خوبولی او ستړی وم.»
ورته مهال، هغه موټروانان چې پر کابل – هرات لویې لارې تګ راتګ کوي وايي چې د سړک د بیارغونې چارې ډېرې پڅې روانې دي. هغوی وايي چې د سړک د خرابوالي له کبله یې موټر عوارض کوي. دا موټر چلوونکي وايي چې طالبانو باید په منظم ډول د دغه سړک د بیارغونې چارې ویشلې وای او د یوې برخې له بشپړېدو وروسته یې د سړک د بلې برخې بیارغونه پېل کړې وای؛ خو په خبره یې، هغوی د خلکو ستونزې له پامه غورځوي.
علي احمد چې کلونه د کابل – هرات پر لویې لارې مسافر وړونکی موټر چلوي وايي: «دا خلک ډېر جالبه او سرچپه کارونه کوي. که ښه کار هم کوي، باید خلک وځورول شي. له ارغندي تر غزني ښار پورې یې سړک او پل او پلچکونه ټول شکولي دي چې موږ یې جوړوو؛ یعني موږ اړ یو له بلې لارې چې شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره واټن مزل وکړو. کېدای شوای دا کار یې خلکو ته د اسانتیا په موخه ویشلې وای. یوه برخه چې بشپړه شوې وه، بیا به یې بله برخه جوړه کړې وه.»
دا موټر چلوونکی زیاتوي: «موږ اوس اړ یو ۴۰۰ کیلومتره واټن مزل وکړو. هر ډول موټر چې وي عوارض پېدا کوي. د سړک له جوړېدو وړاندې هم د تیلو مصرف او هم عوارض لږ و؛ خو اوس د تیلو مصرف هم ډېر شوی او چې بار وړو اړ یو د موټر ټایرونه بدل کړو. خلاصه که درته ووایم د موټر لګښت دوه برابره شوی دی، ځکه د لارې د بیارغونې له پېل راهیسې شاوخوا ۹ ساعته ډېر مزل کوو.»
موټر چلوونکي او خلک چې د کابل – هرات پر لویې لارې تګ راتګ کوي له طالب چارواکو غواړي چې د دې لارې د بیارغونې کارونه چټک کړي، څو د خلکو ستونزې کمې شي.