۸صبح، کابل: افغان کرېکټ ملي لوبډلې سریلانکایۍ لوبډلې ته د درېیو ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ په وروستۍ سیالۍ کې د درېیو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه نن چهارشنبه د کب پر ۲مه د سریلانکا په دامبولا کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
د دې لوبې پچه یو ځل بیا افغان لوبډلمشر وګټله او دا ځل یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د افغانستان په ګټه رحمانالله ګوربز تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې وکړې.
سریلانکايۍ لوبډله بیا ونه توانېده یاد هدف پوره کړي او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶ منډې وکړې.
له دې وړاندې افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو دوه سیالۍ بایللې دي.
یادې دې وي چې افغان لوبډلې سریلانکا ته په دې سفر کې یوازینۍ ټيست لوبه او د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم بایللې دي.