۸صبح، نیمروز: په داسې حال کې چې طالبانو پرون په نیمروز کې د ورېښمو پُل د پرانیستلو خبر ورکړ، یو شمېر موټرچلوونکي او مسافر وايي چې لا هم دا دروازه د تګراتګ پر مخ تړلې ده.
د لارۍ موټرو هغه چلوونکي چې سبزي یې بار کړې وايي، که دا دروازه بېرته خلاصه نه شي، د دوی بار کړي توکي به شوته شي.
د لارۍ موټرچلونکی عزیزالله زیاتوي: «له تېرې ورځې راپدېخوا د میلک په دروازه کې له بادرنګو او رمیانو ډک موټر سره د دې دروازې بېرته پرانیستلو ته په تمه یم.»
دی وايي چې که نن پوله خلاصه نه شي، بار به یې شوته او له منځه لاړ شي.
د پولې د خلاصېدو په تمه يو ټکسي چلونکي هم ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې له تېرې ورځې راپدېخوا د دروازې د تړل کېدو له کبله د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی او له همدې کبله یې ونه شو کړای چې روژه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد تېره شپه (پنجشنبه د وري پر ١٦مه) او د دې ډلې نورو سيمهييزو مسوولانو نن له غرمې دمخه خبر ورکړ چې د ورېښمو پُل د دواړو غاړو ترمنځ د وړې شخړې له هوارۍ وروسته بېرته تګراتګ پرمخ پرانيستل شو.
د ورېښمو پُل تېره ورځ د طالبانو له لوري د یوه افغان وګړي د وهلوټکولو او د دوو ایراني پولهساتو د نیول کېدو له کبله د تګراتګ پر مخ وتړل شوه.