افغانستان چې د انرژۍ د تولید پراخې سرچینې لري، لا هم پر وارداتي برېښنا اتکا کوي، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هغه څلور هېوادونه دي چې د افغانستان د اړتیا وړ شاوخوا ۷۵ سلنه برېښنا برابروي. د هېواد د اړتیا وړ یوازې ۲۵ سلنه برېښنا د بریښنا له بندونو او نورو کورنیو سرچینو ترلاسه کېږي. د برېښنا صادروونکي هېوادونه په اوړي او ژمي کې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو له امله افغانستان ته صادراتي برېښنا کموي. خو کابل او د هېواد ګڼ ولایتونه تل د ګرمۍ او یخنۍ په موسم کې د برېښنا له کمښت سره مخ وي. هېوادوال د دوامدراه برېښنا له نشتوالي شکايت کوي او د افغانستان برښنا شرکت د برېښنا د تنظیم په چاره کې په ناغېړۍ تورنوي. د اقتصادي چارو کارپوهان برېښنا په برخه کې پر نورو هېوادونو د افغانستان اتکا ګټوره نه ګڼي او پر کورنیو سرچینو پر پانګونې او له هغو پر ګټې اخیستنې ټینګار کوي.
د کابل ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکي امين الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي: «په دارالامان سیمه کې د سهار له اتو بجو د ماښام تر شپږو بجو پورې برېښنا نشته، ماښام مو يونيم ساعت برېښنا درلوده، چې بېرته ولاړه، د شپې په نهو بجو برېښنا راغله، د شپې یوه بجه وه، چې بېرته ولاړه.» هغه زياتوي، چې د ورځې په لړ کې څه وخت بریښنا څه وخت او د څومره وخت لپاره راځي.
د کابل د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى مصطفی هم په پرلپسې ډول د برېښنا له نشتوالي شکايت کوي. د هغه په وينا، د کابل د خيرخانې سيمه په ورځ کې له اتو ساعتونو کمه برېښنا لري. هغه وایي:« د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو بریښنا وصلیږي او د ماښام تر ۶:۰۰ بجو پورې بریښنا وي. د ماښام له ۶:۰۰ بجو نه د شپې تر ۱:۰۰ بجې بریښنا نه وي. د شپې له ۱:۰۰ بجې بریښنا راځي او تر سهار وختي پورې وي.» د کابل دغه اوسیدونکی زیاتوي: « د شپې له ۱:۰۰ بجې وروسته بریښنا ته اړتیا نه لرو. ښه به دا وي، چې برېښنا داسې تنظیمه شي، چې د شپې په رڼا کې ډوډۍ وخورو او خپلې نورې اړتیاوې پوره کړو.»
دا په داسې حال کې ده، چې په اوسني پېر کې برېښنا د ورځني ژوند د چارو د مخته بیولو لپاره يوه له بنسټيزو اړتياوو ګڼل کېږي، خو د «سيګار» ادارې د راپور له مخې، د هېواد شاوخوا ٧٠ سلنه خلک ډاډمنې برېښنا ته لاسرسى نه لري. دغه هیوادوال خپله د اړتیا وړ بریښنا له بیلابیلو سرچینو نه په ګټې اخیستنې سره ترلاسه کوي. د شخصي امکاناتو په کارولو سره د بریښنا برابرول هېوادوالو ته خورا ډير لګښت لرونکی کار دی.
محمد طاهر د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې هټیوال دی. هغه د اریانا مارکیټ په یوه تالار کې د لیلامي بوټانو پر پلور بوخت دی. دغه هټیوال وايي، که د ده هټۍ په تیاره کې ده او که بریښنا نه وي، هیڅ پیرودونکي هټۍ ته نه ورځي. محمد طاهر څرګندوي، چې د خپلې هټۍ د روښانه کولو لپار باید د بریښنا له جنراټوره کارواخلو. د هغه کوچنی جنراټور په هرو دریو ساعتونو کې د ۸۰ افغانیو په لګښت (۹۰ سنته امریکایي ډالره) یو لېټر تېلو ته اړتیا لري. هغه د بازار په نشتوالي کې په ډېرې سختۍ سره د خپلې کورنۍ او د هټۍ د روښانه کولو لګښت برابروي. د پلازمېنې په بازارونو کې د محمد ظاهر په څېر سلګونه نور هټيوال او کسبګر خپله د اړتیا وړ بریښنا له جنراټورونو نه په ګټې اخیستنې برابروي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال کابل ښار په ساعت کې شاوخوا ٨٠٠ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو د ژمي په موسم کې کله ناکله په ساعت کې له ٢٥٠ ميګاواټه کمه برېښنا ترلاسه کوي. له ۱۵۰ میګاواټه کمه برېښنا له کورنیو سرچینو او پاتې نوره یې له وارداتي برېښنا برابرېږي. د افغانستان بریښنا شرکت په پلازمینه کې د استوګنې کورونو ته 250 میګاواټه بریښنا کوي،چې له همدې امله په ۲۴ ساعتونو کې د ښار بېلابېلې برخې له بریښنا نه لري.
نه یوازې کابل، بلکې د هېواد ډېری ولایتونه د برېښنا له کمښت سره مخ دي. اوس مهال ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران هغه څلور هېوادونه دي چې افغانستان ته برېښنا صادروي. د وارداتي بريښنا په کموالي او يا د هغې په بشپړ نشتوالي سره ډيری ولایتونو په تیارو کې پاتې کیږي. د بېلګې په توګه، د کابل او 12 نورو ولایتونو بریښنا د ازبکستانه له وارداتي بریښنا برابرېږي. ازبکستان هرکال په ژمي کې افغانستان ته خپله بریښنا کموي او دغه ۱۳ ولایتونه له ګڼو ستونزو سره کیږي، ځکه اوس د خلکو ژوند له بریښنا سره تړل شوی دی.
د وارداتي بریښنا بیه
افغانستان هر کال د بریښنا د برابرولو لپاره سلګونه میلیون ډالره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي. د افغانستان بريښنا شرکت د شمېرو له مخې، افغانستان په ساعت کې شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. د دې برېښنا ۷۵ سلنه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه واردېږي او پاتې ۲۵سلنه یې له کورنیو سرچینو برابربرېږي.
د ازبکستان وارداتي بریښنا د پروان، کاپیسا، پنجشیر ولایتونه او د پلازمېنې ځینې برخې روښانه کوي. دغه راز د هرات د برښنا شاوخوا ۷۰ سلنه اړتیاوې د ایران د وارداتي بریښنا له مزي برابرېږي. د ازبکستان له وارداتي برېښنا نه هم لږه اندازه هرات ته لېږدول شوې ده. د دې ترڅنګ د تاجکستان وارد شوې برېښنا پرشمالي ولایتونو وېشل کیږي. له ترکمنستانه وارد شوې برېښنا په هرات، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې کارول کیږي. سویلي ولایتونه هم د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستانه وارداتي بریښنا کاروي.
د وارداتي انرژۍ لګښت خورا ډير دی. افغانستان له ګاونډیو هېوادونو نه په بېلابېلو بیو برېښنا پېري. که څه هم د افغانستان بريښنا شرکت په دې وروستیو کې د وارداتي برېښنا د پېرلو بیه نه ده په ډاګه کړې، خو د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد افغانستان ته له صادرېدونکي هر کیلو واټ برېښنا نه ۴.۶۷ امریکايي سنټه اخلي. دغه راز له ترکمنستانه افغانستان ته وارد شوې هر کیلو واټ برښنا شاوخوا څلورامریکایي سنټه پرېوځي. په افغانستان کې ترټولو ګرانه بریښنا د ایران وارداتي بریښنا ده. د راپورونو له مخې، ایران له افغانستانه د هر کیلو واټ برېښنا په بدل کې اته ډالره اخلي. په دې توګه افغانستان هر کال له ٢٨٠ تر ٣٠٠ ميليونه ډالره له گاونډيو هېوادونو نه د برېښنا په پېرلو لګوي.
د افغانستان د برېښنا د وېش ملي شبکه (بريښنا شرکت) په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته جوړه شوې او په هېواد کې له کورنیو او بهرنیو سرچینو برابره شوې برېښنا وېشي. د افغانستان د برېښنا د ملي شبکې ډيری چارې له شماله د بریښنا د لېږد پر چارو ورټولې دي. دغه شبکه د ازبکستان او تاجکستان هېوادونو وارداتي برېښنا د هېواد پلازمېنې او سوېلي ولایتونو ته ولېږدوي. د افغانستان د برېښنا د وېش ملي شبکه په سلګونو سټېشنونه لري، چې د سالنګ له لارې له تېرېدو وروسته له کابل ښار سره وصلېږي.
په افغانستان کې د بریښنا د تولید امکانات
افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې د بریښنا د تولید لپاره خورا ډېرې طبیعي سرچینې لري. په هلمند کې د هلمند سیند، په شمال کې د آمو سيند، په شمال لوېديځ کې د هريرود سيند او د پنجشير سيند د اوبو د توليد مهمې سرچينې ګڼل کېږي. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې کمزوري مدیریت، په کارونو کې بې پروايي، د ګاونډیو هېوادونو سیاسي لاسوهنې او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان ناامني د دې لامل شوې چې افغانستان ونه کړای شي، خپل د بریښنا بندونه جوړاو چارې یې بشپړې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی ظاهر بهزاد د برښنا په برخه کې د افغانستان پر ځانبسیاینې ټینګار کوي او وايي، چې افغانستان په کافي اندازه داسې طبیعي زیرمې لري، چې د هیوادوالو او صنعتي فابریکو د اړتیا وړ بریښنا برابره کړي. ښاغلي بهزاد ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «د وارداتي برېښنا په برخه کې باید یادونه وشي، چې وارداتي برېښنا د ستونزې حل لاره نه ده، ځکه صادروونکي هېوادونه د کال په بېلابېلو موسمونو کې د خپلو داخلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د انرژۍ له کمښت سره مخ کیږي او له همدې امله افغانستان ته د صادراتي برېښنا ولتاژ کموي او د خپلې بریښنا پر ملي شبکه یې ورزیاتوي، له بل پلوه ګاونډیو هېوادونه کله ناکله د بریښنا مسأله د کابل له حکومت سره په خپلو اړیکو پورې تړي او کله چې یې له کابل سره اړېکې لږ هم ترینګلې کیږي، له بریښنا نه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.»
بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د پخوانی وزیر نجیب اقا فهیم چې د اوبو، د ګډو سیندونو د حقوقو او د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې یې د اوبو د رول په اړه یو لړ ځانګړې څېړنې کړې دي، په دې باور دی، چې بریښنا ته د افغانستان د اړتیا پوره کول لرلید او کلکې سیاسي ارادې ته اړتیا لري. نجیب اقا فهیم وايي،چې د وروستیو کلونو د سروې له مخې، افغانستان له بېلابېلو سرچینو نه د ۳۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. هغه وايي چې د دغو سروې ګانو له مخې، افغانستان يوازې د سيندونو په وسيله شاوخوا ٢٣ زره ميګاواټه برېښنا تولیدولای شي. هغه څرګندوي،چې هېواد شاوخوا 300 لمریزې ورځې لري او د لمر انرژي د بریښنا یوه معتبره او دوامدراه سرچینه کیدای شي. ښاغلی فهيم دغه راز د هېواد په لوېديځو او سوېل لوېديځو ولايتونو کې موسمي بادونو ته هم اشاره کوي، چې په وینایې د بريښنا د توليد يوه ښه سرچینه ده. په همدې حال کې د هېواد لوېدیځې سیمې په ځانګړې توګه هرات ولایت هر کال د اوړي په موسم کې ۱۲۰ ورځې د بادونو د لګېدو شاهد وي.
مخکیني دولتونه له دغو پراخو طبیعي زیرمو سره سره ، د بریښنا د بندونو په جوړولو او د لمریزې او بادي برېښنا په زیرمه کولو کې پاتې راغلي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت پخوانی وزیر څرګندوي، چې په وروستیو لسو کلونو کې د برېښنا برابرول د وخت د حکومتونو یو لومړیتوب و، خو هغه څه چې په هېواد کې یې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو مخه نیولې وه، د طالبانو له لوري رامنځته شوې ناامنۍ او ورانکارۍ وې.
هغه وايي: «د طالبانو د دې ناامنۍ او ورانکارۍ له امله د کجکي، کمال خان او سلما بندونه نيمګړي پاتې شول او د پاشدان بند کار مخته نه ولاړ. د افغانستان په بېلابېلو سیمو په تېره بیا په پکتیکا، لغمان او کونړ کې د برېښنا د لېږد او د بندونو د جوړولو پروژې د ناامنیو له امله ګټې اخیستنې ته نه دي سپال شوې او نیمګړې پاتې دي.»
د هېواد د انرژۍ د ادارې چارواکو د طالبانو لاسته د افغانستان له لوېدو یوکال مخکې ویلي وو، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید اوسنی ظرفیت د محدودیتونو له امله له ۳۸۰ تر ۴۰۰ میګاواټو پورې دی. همدارنګه په هېواد کې د برېښنا اوسنۍ تقاضا په ساعت کې شاوخوا دوه زره میګاواټه اټکل شوې ده.
د هېواد د انرژۍ د تنظیم ادارې مسوولان په داسې حال کې بريښنا ته د هېوادوالو او صنعتي پارکونواړتیا شاوخوا دوه زره میګاواټه اټکلوي، چې یوازې د ښار او ولسوالیو یوه محدوده برخه برېښنا ته لاسرسی لري. د هېواد بېلابېلې برخې په تېره بيا کلي له تېرو څو لسيزو راهيسې برېښنا نه لري. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) راپور ورکړی، چې د افغانستان یوازې ۳۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري. سيګار په دغه راپور کې د باوروړ بريښنا شبکې ته محدود لاسرسی د افغانستان د اقتصادي ودې د پڅوالي لامل بللی دی.