۸صبح، کابل: د روسي رسنیو د راپورونو له مخې پوهانو د چین ووهان ښار کې د کرونا ویروس د نوې بڼې «NeoCov» په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کرونا دا نوې بڼه په سویلي افریقا هېوادونو کې تر سترګو شوې، چې د مړینې او خپرېدو کچه یې لوړه ښوول شوې ده. د څېړونکو په خبره، دا ویروس یوازې په یوه برید ځان انساني سلولونو ته رسولی شي.
اسپوتنیک خبري آژانس راپور ورکړی، چې «NeoCov» د ویروس نوې بڼه نه ده، دا ویروس چې له «MERS-CoV» ویروس سره اړیکه لري، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کال په منځني ختیځ کې کشف شو او له «SARS-CoV-2» سره ورته دی، چې انسان کې د کرونا ویروس د رامنځته کېدو لامل کېږي.
داسې حال کې چې «NeoCov» ویروس سويلي افریقا کې د ماښام څکالي په یوه ټولي کې کشف او یوازې دې ډول حیواناتو کې خپور شو، خو نوي معلومات چې په «bioRxiv» ویبسایټ کې خپاره شوي، ښيي چې پر «NeoCov» ویروس او دغه ویروس ته نږدې «PDF-2180-CoV» باندې هم انسانان اخته کېدای شي.
د ووهان پوهنتون او د چین د بیوفزیک اکاډمۍ کارپوهانو په خبره، دغه ویروس یوازې په یوه جهش د انسانانو سلولونو ته ځان رسولی شي. د کارپوهانو یوه اندېښنه د دې ویروس د چټکې خپرېدا په هکله ده.
د یوې څېړنې موندنې ښيي، چې کرونا ویروس نوې بڼه تر پخواني هغه خطرناکه ده او نه هم انټي باډي او نه هم پروتیني مالیکولونه ورسره مبارزه کوای شي.
تر دې وړاندې د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې میلیونونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ. تازه د یوې بڼې په خپرېدو سره په نړۍ کې د یادې نوې بڼې د مهار لپاره نوي محدویتونه وضع شوي دي.