۸صبح، ارزګان: د ارزګان ولایت د مرکز په ترینکوټ ښار کې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال د ښاري پراختيا په موخه، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د ماسټر پلان د عملي کولو چارې پیل شوې وې، چې له نظام پرزیدو سره بیرته په ټپه دریدلې دي.
د ترینکوټ یو شمېر اوسیدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې، د دغه ماسټر پلان د عملي کیدو د چارو د دوام غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، د ترینکوټ ګڼ اوسیدونکي له دې وېرې، چې یوه ورځ به د ښاري ماسټر پلان له عملي کیدو سره به یې کورونه او تاسیسات تر نقشې لاندې راځي، نوې ودانۍ نه جوړوي او هغوی، چې جوړې کړي هم دي، ورته اندیښمن دي.
د ترینکوټ ښار يو اوسيدونکی دل اغا وايي له کومې ورځې چې د ښاري ماسټر پلان چارې دریدلي، د دوی ګڼ پروګرامونه هم دریدلي او ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، په خپل ملکیت کې له دې وېرې نوي تاسیسات نه رامنځته کوي، چې ښایي د ښاري ماسټر پلان خلاف وخیژي او راتلونکي کې ورته سرخوږی او تاوان واړوي.
نوموړی د طالبانو له ځایي ښاروالۍ غواړي، چې د ښاري ماسټر پلان عملي کیدو ته دوام ورکړي.
نوموړي ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:«زموږ په سيمو کې د خلکو کورونه نړېدلي، د دغو نقشو د پلي کېدو تراوسه يې هېڅ معلومات نشته. دلته راغلل د خلکو کورونه يې ونړول، يو سړک يې دلته نه دی جوړ کړی اوس نو خلک حيران پاته دي چې بیا ځلي نوي رغونه وکړي که يې ونه کړي، ځکه که اوس موږ دغه نړيدلي کورونه جوړو کړو، سبابه بیا ښاروالي راځي چې موږ ماسټر پلان شروع کوو، ټول کورونه به را ړنګ کړي، بايد يا کار پیل کړي او يا خلک خبر کړي چې نور موږ پر دغه ماسټر پلان کار نه کوو.»
د ارزګان ولايت يو شمير نور اوسيدونکي وايي، چې د ښاري ماسټر پلان د نه عملي کیدو له امله ورځ تربلې ښاري ساحې تنګيږي.
د دوی په وینا، هغه خلک چې د کورونو او تاسیساتو ودانۍ یې زړې شوي او د نړیدو خطر سره مخ دي، د راتلونکي ماسټر پلان له امله خپل کورونه او ودانۍ نه نوي کوي.
د مجاهد په نوم د ارزګان د خيرو کاريز يو اوسيدونکی وايي، ۳ کاله کيږي چې په دغه سيمه کې د حکومت لخوا څخه ړنګ شوي کورونه ټول همداسې پاتې دي او څوک له ويرې خپل کور نه رغوي.
نوموړی وايي د ترينکوټ د ښاروالۍ څخه يې د ياد ماسټر پلان د تطبیق غوښتنه کړې، خو چا یې غږ نه دی اوريدلی .
هغه وويل:«زموږ په کلي کې ډېر کورونه همداسې ويجاړ پاتې دي. خلک حيران دي چې اوس دغه کورونه جوړ کړي او که يې نه کړي جوړ، ځکه که جوړ یې کړي سبا به بیا ښاروالۍ ورپسي راځي او ټول کورونه به يې ړنګ کړي.»
د ساختماني چارو انجينران وايي د ښاري ماسټر پلان پلي کول اړين دي او په کار ده چې ژر ترژره د دغه پلان نيمګړې چارې پیل شي.
په ترینکوټ کې یو ساختماني انجينر محمد شفيق دلسوز وايي دغه ښار زيات کوچنی او له دې امله ګڼو ستونزو سره مخ دی.
دلسوز زیاتوي:«د ماسټر پلان تطبیق به وکړای شي د ښار خلک له ډېرو پراختيايي چارو څخه برخمن شي، لکه تعليم، روغتيا او په ګڼو نورو برخو کې. اوس د ترينکوټ ښار ډېر کوچنی دی، د ماسټر پلان له تطبیق سره به هم ساحه پراخه شي او هم به د خلکو شته ستونزې حل شي.»
په ارزګان کې د طالبانو ځايي چارواکي مني، چې په دې ولايت کې د ماسټر پلان چارې نيمګړې پاتې دي.
د ترينکوټ ښاروالۍ ریاست يو مدير اخترمحمد وايي د تېر نظام پر مهال د ارزګان د ماسټر پلان چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او د پاتې ۲۰ سلنه چارو بشپړېدو ته دوی ژمن دي او ژر به يې چاري پیل شي.
نوموړي زیاته کړه: «د ترينکوټ په ښار کې کوم ماسټر پلان چې د محمد ظاهر شاه د وخت دی، په تېر نظام کې يې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې ۲۰ سلنه کارونه به زموږ له خوا څخه مخ ته ولاړ شي.»
د ارزګان اوسیدونکي له ښاروالۍ د ماسټر پلان تطبیق په داسې حال کې غواړي، چې په وینا یې د نورو ولایتونو په شان پر دوی هم د طالبانو له لوري مالیې او ټیکسونه زیات شوي.
د خلکو په وینا، طالبان په مختلفو نومونو زیاتې پیسې ترې اخلي، خو په بدل کې یې ښاري او نور خدمتونه نه یوازې زیاتیږي نه؛ بلکې کم شوي هم دي.