ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې یو شمېر وسله والو بریدګرو د زاهدان د پولیسو پر ۱۶مې امنیتي حوزې برید کړی دی.
تسنیم خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله ویلي، برید نن شنبه (د جولای په ۸مه) سهار مهال د دوو زورورو چاودنو له غږ سره پیل شو.
د ایراني چارواکو په وینا، دا برید چې د دوو ځانمرګو او یو شمېر بریدګرو له خوا ترسره شو، په پایله کې لږ تر لږه یو امنیتي افسر او دوه بریدګر ووژل شول.
برید کوونکو هڅه کوله چې له ځانمرګي برید وروسته د زاهدان ښار ۱۶مې امنیتي حوزې ته ننوزي.
جګړه څو ساعته وروسته د دوو بریدګرو په وژلو پای ته ورسېده.
تر اوسه کوم چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
د یادونې وړ ده، چې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد په زاهدان ښار کې د ایراني پولیسو پر ۱۶مې امنیتي حوزې تېر کال هم د وسله والو له خوا برید شوی و.