۸صبح، کابل: د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه وایي، په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د همکارۍ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څورلسم راپور د دغه پوځي جریان دوه کلنه ادعا تاییدوي.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري د جمعې په شپه (د غبرګولي په ۱۹ مه) په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغې جبهې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو سربیره د داعش په ګډون له نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره هم جګړه کړې ده.
هغه یادونه وکړه: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارونکې ډلې څورلسم راپور زموږ ادعاوې تاییدوي. دا راپور د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ د ادعا او هوډ تایید کوي.»
د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغې جبهې وسله واله مبارزه په رسمیت وپیژني او په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د هغوی له مقاومت څخه ملاتړ وکړي.
د امنیت شورا په څوارلسم راپور کې ویل شوي چې طالبان په افغانستان کې د مقاومت د جبهې او داعش پر ضد په خپلو عملیاتو کې له نورو ترهګرو ډلو کار اخلي.
د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د دغې جبهې د ځواکونو پر ضد د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې په عملیاتو کې د القاعدې او د تاجکستان له جماعت انصارالله ډلې څخه مرسته ترلاسه کړې وه.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.