۸صبح، کابل: کابل کې د چیني وګړو پر مېلمستون د داعش بریدګرو له بریده دوې ورځې وروسته د مقاومت جبهې ویلي، چې طالبان خپله د افراطپالنې او ترهګرۍ دودوونکي.
د مقاومت جبهې ویاند صبغتالله احمدي سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۲۲ کابل کې د داعش د برید له ځایه د یوه انځور په خپرولو ویلي، چې طالبانو خپله ډېر کلونه پر ښوونځیو، پوهنتونونو، موسسو او ګڼ مېشته ځایونو ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د احمدي په وینا طالبان ان د ځانمرګي برید ناوړه او له نفرته ډک عمل تاییدوي.
د مقاومت جبهې ویاند ویلي: «طالبان سره له دې چې بم اېښودونکې ځانمرګې قطعې تر قوماندې لاندې لري په پوره ډاډ سره به په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ او افراطپالنې ګواښ دود کړي.»
د ویلو ده، چې دوو ځانمرګو بریدګرو دوې ورځې مخکې د کابل په شهرنو کې د چینایي وګړو د اوسېدو پر ځای برید وکړ. په دغه برید کې ۵ چینایان ټپیان شول. داعش د دغه برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.