طالبانو په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر مهال ادعا کړې وه چې په افغانستان کې سیاسي کثرتګرايي په رسمیت پېژني؛ خو د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته یې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز ولګاوه. د طالبانو تر کنټرول لاندې عدلیې وزارت د دغه وزارت له تشکیلاتو د ګوندونو ریاست لغوه کړی دی او تازه د نوموړي وزارت سرپرست ویلي چې د دغې ډلې په رژيم کې حزبونه ځای نه لري او په خبره یې، د ګوند نوم اخیستل جرم دی. نوموړي دا څرګندونې له ګلبدین حکمتیار سره تر رامنځته شویو نانندریو وروسته کړې دي. دغه طالب چارواکي په هېواد کې قانوني تشه نه ده منلې او ویلي دي چې که څوک وايي قانوني تشه شته په خبره یې، یوځل دې پر دا خپل ایمان تجدید نظر وکړي. بلخوا، د هېواد یو شمېر اوسېدونکو د دغه طالب چارواکي خبرو ته د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې ښايي د دغه حکم وروسته د سیاسي ګوندونو غړي لا ډېر وځپل شي. دوی ټينګار کوي چې طالبانو په هېواد کې مطلقه ډېکتاتوري ټينګه کړې او په وینا یې، د دغې ډلې له غړو پرته څوک ازادي نه لري او په ټوله کې چاپیریال ځپوونکی او پولیسي شوی دی.
نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو په تېرو څه کم درېیو کالو کې په افغانستان کې د پراخبنسټه سیاسي جوړښت چې پکې ټول سیاسي خوځښتونه، توکمونه او مذهبي ډلې ګډون ولري، د جوړېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو بیا دا غوښتنه نه ده منلې او ان د سیاسي ګوند نوم اخیستل یې هم جرم بللی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي ویلي چې د دغې ډلې په رژیم کې ګوندونه «ځای نه لري او نوم اخیستل یې جرم دی.» نوموړي دا څرګندونې دوه ورځې وړاندې په کابل کې یو غونډې ته د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره رامنځته شویو نانندریو ته په اشارې کړې دي.
طالبانو ګلبدین حکمتیار له هغه کوره ویستلی چې پخواني حکومت د سولې هوکړې له مخې په واک کې ورکړی و. د اسلامي ګوند مشر خپله په دې اړه څه ویلي نه دي؛ خو زوی یې حبیبالرحمان بیا د طالبانو پر دې کړنې کلکه نیوکه کړې او هغه یې شرموونکې بللې ده.
د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي چې ګلبدین حکمتیار ته یې څو میاشتې وخت ورکړی و څو خپل استوګنځی تخلیه کړي. دغه طالب چارواکي د حزب اسلامي د پلویانو هغه نیوکې رد کړې چې ګواکې د دغه ګوند مشر ته سپکاوی شوی او هغوی یې په «بېعقلۍ» تورن کړل. شرعي ویلي: «موږ د حوت تر اخېره وخت ورکړی و، دا وخت چې کله راورسېد، مشرانو وویل چې موږ ورته مناسب ځای برابروو، تاسو لږه حوصله وکړئ، ځای ورته تیار شو او په خپله خوښه یې هم و او ورته انتقال یې کړ. اوس تاسې دا احترام بولئ که بېاحترامي؟ که دا بېاحترامي ده بیا نو په احترام نه پوهېږئ او عقل مو کار نه کوي.» نوموړي ټينګار کړی چې حکمتیار د خپل ګوند له اړخه دریځ نیونه کوي؛ په داسې حال کې چې د شرعي په خبره، د طالبانو په رژیم کې له قانوني اړخه ګوند ځای نه لري.
دغه طالب چارواکي حکمتیار ته په اشارې ویلي: «صاحبه! پروسږکال د عدلیې وزارت له تشکیلاتو د احزابو ریاست لغو شو. په دې نظام کې له قانوني اړخه حزبونه ځای نه لري. د احزابو یا حزب نوم اخیستل له قانوني اړخه یو جرم دی.»
دغه راز، عبدالحکیم شرعي هغه طالب نیوکګر هم په بېایمانۍ تورن کړل چې د دغې ډلې په رژیم کې د قانون پر نشتوالي نیوکې کوي. نوموړي ویلي چې د دې ډلې رژیم له قانوني تشې سره مخ نه دی او په وینا یې، هر څوک چې وايي اساسي قانون نه شته، په خپل ایمان دې بیاکتنه وکړي.
د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست زیاته کړې چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت په «کامل ډول» منع شوی دی. نوموړي ادعا کړې چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو شتون «نه شرعي بنسټ لري، نه یې ملت ته کومه ګټه رسېږي او نه یې ملت غواړي.»
ورته مهال، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کالو کې له امریکا سره د دوحې په هوکړه کې د خپلو کړیو ژمنو خلاف د افغانستان پر انحصارولو او طالبي کولو لاس پورې کړی دی. د دغو اوسېدونکو په خبره، په افغانستان کې بېلابېل ګوندونه فعالیت کوي او د سیاسي ګوند پر نوم اخیستلو باندې بندیز ښايي د دغو سیاسي ګوندونو د زرګونو پلویانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
د یو سیاسي ګوند غړی احمدرشاد وايي چې طالبانو په نږدې تېرو درېیو کالو کې پرلپسې د سیاسي خوځښتونو غړي شکنجې او زنداني کړي دي او په خبره یې، د دغې ډلې تازه اعلان به د زرګونو نورو کسانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.
دغه راز، د سیاسي خوځښتونو یو شمېر غړي چې په خبره یې، دمګړۍ په افغانستان کې نه شي کولای څه ووايي او چوپه خوله دي، د طالبانو رژیم پر مطلقې ډېکتاتورۍ تورن کړی دی. د هغوی په خبره، ډېکتاتور او توتالیتر رژیمونه د ګوندونو له فعالیت او د خلکو د غوښتنو له انعکاس کولو وېره لري.
د سیاسي خوځښتونو دا غړي چې د امنیتي ګواښونو له کبله نه غواړي نوم یې خپور شي، ټينګار کوي چې طالبانو افغانستان د بنسټپالنې او «انسان ضد» تفکر پر مرکز بدل کړی او په وینا یې، ټولو چارو ته د خپل لیدلوري له اړخه ګوري. د هغوی په خبره، له شته ننګونو سره سره سیاسي ګوندونه د ولس د غږ او د هېواد د سیاسي ډګر د غوښتنو په انعکاس کې ارزښتناک رول لوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته لسګونه سیاسي خوځښتونه او د هغوی مهم غړي د طالبانو د وېرې له کبله له افغانستان څخه ووتل. له هغو ۷۲ سیاسي ګوندونو څخه چې د تېر حکومت د عدلیې په وزارت کې ثبت و، دمګړۍ هېڅ یو په افغانستان کې فعال نه دی او طالبان هم په هېواد کې د سیاسي او مدني فعالیتونو اجازه نه ورکوي.