۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د هېواد ښځې او مدني فعالان باید په نړۍوالو غونډو کې «مانالرونکی» حضور ولري.
مېرمن امیري د جمعې شپه د تلې میاشتې په ۷مه پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو په غونډو کې د ښځو حضور په اړه ښه فعالیت وکړي.
اميري ویلي چې په تېره يوه مياشت کې يې د هېوادونو له استازو، ښځو او مدني فعالانو سره په بېلابېلو غونډو کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي او زياته کړې يې ده، چې نړۍواله ټولنه بايد په ګډه طالبانو ته دا روښانه کړي چې د افغانانو بشري حقونو له درناوي پرته نه شي کېدای، څو اړیکي عادي شي.
هغې زیاته کړې: « باید ډاډ ترلاسه شي چې په بیانونو کې د افغان خلکو په ځانګړي ډول د ښځو ملاتړ، د طالبانو له افراطي او ظالمانه کړنو سره د مبارزې لپاره د زده کړو، بورسونو، کار او نورو وسیلو ته د لاسرسي ملاتړ شوی دی.»
رینا امیري ټینګار کړی چې ممکن په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره لارې چارې متفاوتې وي، خو هغه خلک چې د بشري حقونو د خوندیتوب په لټه کې دي باید د مدنيت او زغم هغه فضا په عمل کې وښيي چې دوی غواړي په افغانستان کې رامنځته شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو د بیا واک ترلاسه کېدو وروسته د افغان مېرمنو د زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو پر حقونو ډېر بندیزونه لګولي دي.