روسیې له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې له طالبانو سره له ترینګلتیا لېرې اړیکې لرلې دي. په کابل کې د دغه هېواد سفارت پرانیستی دی او په مسکو کې یې د طالبانو ډیپلوماتان هم منلي دي. دا سمه ده چې مسکو تل له طالبانو سره په تماس کې دی، خو په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړېدو له خپل ټینګاره نه دی په شا شوی. د تېر کال تر نیمايي پورې د مسکو پام یوازې پر طالبانو متمرکز و او د دې ډلې مخالفو ځواکونو ته یې ورکتل هم نه. خو تر هغې وروسته یې هڅه کړې چې د طالبانو له وسله والو مخالفینو سره هم د اړیکو دروازې پرانېستې وساتي. د بېلګې په توګه، د روسیې د عادل ګوند مشر سرګي میرونوف چې د دغه هېواد د پارلمان مرستیال هم دی، د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود کوربتوب وکړ. دغه سیاسي ګوند د همدې کال په نومبر میاشت کې د افغانستان په تړاو یوه مهمه غونډه وکړه چې د احمد مسعود په ګډون د طالبانو مخالفو مهمو سیاسي څېرو پکې ګډون کړی و. څرګنده ده چې د طالبانو له مخالفو جبهو د مسکو کوربتوب که د هغوی د ملاتړ په مانا نه وي، د کابل د واکمن رژیم پر وړاندې د دغه هېواد د دریځ د بدلون په مانا انګېرل کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې یو ځل بیا داسې څرګندونې وکړې چې لاهم د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد د دریځ د بدلون ښودنه کوي. لاوروف وویل، چې طالبان باید خپل سیاسي مخالف ځواکونه له پامه ونه غورځوي. نوموړي د ملي مقاومت جبهه د بېلګې په توګه ياده کړه او زياته يې کړه، چې طالبان بايد له هغې سره د «اړيکو پل» جوړ کړي. د لاوروف نوې څرګندونې ځکه مهمې دي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د روسيې د بهرنۍ تګلارې د لاسته راوړنو او فعاليتونو په تړاو د راپور وړاندې کولو پر مهال شوې دي. په دې تړاو یوه کنفرانس چې د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۸مه، په مسکو کې جوړ شوی و، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په وضعیت باندې یې هم بحث وشو.
د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي دا څرګندونې د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوې دي: «افغانستان اوسمهال یو ټولګډونی او ځواب ویونکی حکومت لري. هیوادونه باید ځان ته دا حق ورنه کړي چې د افغانستان د کورنیو چارو په تړاو خبرې وکړي.» د طالبانو چټک غبرګون د لاوروف د څرګندونو اغېزناکتوب په ګوته کوي. بل دا چې له طالبانو د ټولګډوني حکومت د جوړولو غوښتنه یوه عامه خبره شوې چې لږ غبرګون راپاروي. خو د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې ویل کېږي د ملي مقاومت جبهې غړی دی، پر خپله فیسبوک پاڼه د یوې مقالې په خپرولو سره په کلکه د کرملین د دغه چارواکي د څرګندونو ملاتړ کړی دی: «د طالبانو د ډلې د غاصبانه، ظالمانه او غیر مشروع ماهیت په تړاو د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف نیوکه د هرکلي او ستاینې وړ ده.» د افغانستان د پخواني حکومت دغه چارواکی په داسې حال کې د روسیې د دریځ ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت د جوړېدو د اړتیا په تړاو د نورو هېوادونو د دریځ پر وړاندې غالباً چوپه خوله پاتې کېږي چې دا هم په افغانستان کې د مسکو د رول اغېزې په ګوته کولای شي.
د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو په ځانګړې توګه د ملي مقاومت د جبهې د حضور پر اړتیا باندې د روسیې تازه ټینګار له دوو عواملو اغېزمنېدای شي: لومړی دا چې روسیه د طالبانو ضد جبهې یوه اوږدمهالې ملاتړې ګڼل کیږي، او د کابل له رژیم سره مقطعي اړیکې که په هره کچه وي، دا مخینه له منځه نه شي وړلای. له همدې امله د مسکو لپاره دا مهمه ده چې غیر طالباني حوزه د افغانستان د سیاسي راتلونکي برخه وي. لاوروف وویل، طالبان باید د ملي مقاومت جبهې سره چې د افغانستان په شمال کې حضور لري، اړیکې ټينګې کړي. د شمال د جغرافيې يادول او د مسکو له خوا يې د طالبانو ضد جبهې سره تړل په څه کم دوه نيمو کلونو کې نوې خبره ده. له پورتنۍ وینا دا جوتېږي چې روسیه د افغانستان د شمال په اړه اندېښمنه ده او غوره ګڼي چې هلته هغه ځوکونه مېشت پاتې شي، چې باور پرې لري.
دویم، د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د مشر مایکل مک کال له څرګندونو بې اغېزې نه شي پاتې کېدای. مک کال د لاوروف په پرتله په خورا روښانه او انتقادي ژبه په شمال کې د طالبانو له مخالفو ځواکونو په ځانګړې توګه له احمد مسعود سره د تماس پر ټينګولو ټینګار وکړ: «زه غواړم د شمالي ټلوالې له هغو مشرانو سره خبرې وکړم چې فعال او ژوندي دي.» د دغو دوو روسي او امریکايي چارواکو د څرګندونو ګډه ځانګړنه دا ده، چې دوی دواړو د شمال جغرافیه مطرح کړې او هغه یې د ملي مقاومت په جبهې پورې تړلې ده. تر هغې وروسته چې مک کال د له لاوروف مخکې د طالبانو ضد ځواکونو ته شین څراغ وښود، اوس ښايي مسکو د امریکا په ساحل کې د طالبانو د مخالفو جریانونو د کېښتیو لنګر اچولو ته اندېښمنه وي. د لاوروف د څرګندونو په تړاو د امرالله صالح د غبرګون یوه برخه پورتنۍ ادعا تاییدولای شي: « د افغانستان د وضعیت په تړاو د مسکو تحلیل ښیي چې نور د دوحې د دسیسې [د دوحې هوکړه لیک] پټ اړخونه روښانه شوي دي»
سره له دې چې روسیه د نړۍ یو ستر قدرت دی او د هغه څه په تړاو چې په افغانسان کې تېرېږي هم بې تقاوته نه ده، خو هڅه یې کړې چې منفعلانه دریځ خپل کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې راهیسې دغه هېواد داسې کوم ګام نه دی پورته کړی چې په افغانستان کې د روان کړکیچ د پای ته رسولو د هڅې ښودنه وکړي. اپوټه تر ډېره د نصیحت کوونکي په توګه راڅرګند شوی او طالبانو ته یې د زغم بلنه ورکړې ده، هغه بلنه چې هر وخت د رد ځواب ورکړ شوی دی. د مسکو فارمیټ طرحې چې د روسیې له خوا په پام کې نیول شوې وه، هم کار نه دی ورکړی. طالبانو تر اوسه د مسکو فارمټ په دوو غونډو کې ګډون کړی، خو په یوې دغې غونډې کې یې حضور نه دی لرلی. مسکو طالبانو ته د بلنې او نه بلنې د ورکولو لامل په افغانستان کې د یوه ټولګډوني حکومت د رامنځته کولو هڅه بللې ده. په داسې حال کې چې که موخه د ټولګډوني حکومت رامنځته کول وي، طالبانو ته نه بلنه دغې ډلې ته له بلنې ډېره اغېزناکه پرېوځي، ځکه چې نه بلنه د فشار وسیله ګڼل کېدای شي.
ایران چې د روسیې په پرتله یو کوچنی قدرت دی، په افغانستان کې زیات فعالانه عمل کوي. په داسې حال کې چې ستونزې یې د مسکو تر ستونزو کمې نه دي. د سیمه ییز تماس د یوې ډلې د جوړولو طرحه چې تهران په پام کې نیولې ده، د طالبانو تر واکمنۍ افغانستان وضعیت ته د دغه هېواد حساسیت په ګوته کوي. د طالبانو په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو پرلپسې ناستې په دې مانا دي چې تهران د سیمه ییز تماس د یوې ډلې په جوړولو سره په دې هڅه کې دی چې د افغانستان په قضیه کې د عمل نوښت په خپل لاس کې ولري او لوېدیځ په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونه د پخوا په څېر هرڅه په کنټرول کې ونه لري.
روسیه چې په افغانستان کې د ایران په پرتله ښه او پیاوړی رول لوبولای شي، یوه غیرفعال سیاست ته مخه کړې ده. د منځنۍ اسیا جمهوریتونه چې په افغانستان کې د طالبانو له حضوره اندېښمن دي، تر ډېره د روسیې تابع دي. ایران هم په ډیرو مواردو کې د روسیې تابع دی. چین هم ورسره ملګری دی. د پاکستان، ترکيې او عرب حکومتونه هم همداسې. لکه څنګه چې مسکو روښانه طرحه نه لري، له دې فرصته یې سمه ګټه نه ده اخیستې. ښايي د روسيې د انفعال لامل دا وي چې په اوسنيو حالاتو کې له طالبانو یو څه تمه لري: د افغانستان له خاورې یې ګټو ته ګواښ نه پېښدل.
له دې سره سره، د روسیې دریځ یو مهم ټکی څرګندوي، او هغه دا چې د طالبانو په رسمیت پېژندل په نږدې وختونو کې شوني نه دي. که څه هم مسکو له طالبانو سره ګرمې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د دغې ډلې د په رسمیت پېژندلو فکر نه دی کړی. لاوروف ویلي، چې په کابل کې یې د هېواد سفارت په دوامداره توګه له طالبانو سره په تماس کې دی. هغه دا هم ویلي، چې هیواد یې د هغه څه پر هرې ثانیې خبر دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې تېرېږي. دغه روسي چارواکي څرګنده کړه، چې له طالبانو سره یې د هېواد تعامل په دې مانا نه دی، چې په افغانستان کې یو قومي حکومت جوړ شي، بلکې باید ټول قومونه او سیاسي ځواکونه د واک په هينداره کې ولیدل شي. د طالبانو دا دوکه چې د غیر پښتنو قومونو څو څېرې یې را مخې ته کړي، هم له کاره لوېدلې ده. لاوروف وویل چې هغوی هم طالبان دي او د واک په جوړښت کې د نورو سیاسي قوتونو حضور ته باید پاملرنه وشي.