د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د نیوزیلنډ د چارواکو په ګډون یې ۳۲ کسان تحریم کړي دي.
نوموړي وزارت شنبه د جولای پر ۳۰ ویلي، چې تحریم شوي کسان د ښاروالۍ ادارو رییسان، د وسلهوالو ځواکونو قوماندانان، قانون جوړوونکي او خبریالان دي.
یاد وزارت زیاته کړې، دا ګام یې له هغې وروسته اخیستی، چې نیوزیلنډ پر روسي وګړو، چارواکو، سوداګرو او رسنیزو فعالانو بندیزونه ولګول.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د نیوزیلنډ په ګډون ډېرو اروپايي هېوادونو پر روسي وګړو، چارواکو او سوداګرو بندیزونه ولګول.
روسیې دغو بندیزونو ته په غبرګون کې د ځینو امریکايي او اروپايي هېوادونو چارواکي تحریم کړل.