۸صبح، کابل: د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود وایي، افغان مېرمنو ته باید د زده کړو او کار کولو اجازه ورکړل شي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د شنبې ورځ د (تلې په لومړۍ نېټه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې کړي دي.
هغه همداراز زیاته کړې چې افغانستان باید د ترهګرو ډلو پټنځای نه وي.
فیصل بن فرحان ال سعود د بشري حقوقو په هکله څرګنده کړې: نړۍوالې ټولنې د نړۍ ترهګرۍ او تندلاریتوب له شره چې له ټولو مذهبونو، عقایدو او نژادونو سره په ټکر کې ده، په پاکولو کې ستر ګامونه پورته کړي دي.
په ورته وخت کې د نړۍ او سیمې ډېرو هېوادونو د ملګرو ملتونو په ۷۸مه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د نشه يي توکو د قاچاق او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم هم د جمعې ورځ د تلې میاشتې په ۳۱مه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر «تبعیضي سیاست» نیوکه کړې وه او ویلي و چې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې له اسلامي لارښوونو؛ بلکې د ملګرو ملتونو منشور او چوکاټ کې له اصولو هم سرغړونه ده.