سعودي عربستان ۱۲ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په دمشق کې خپل نوی سفیر ټاکلی دی. د عربستان رسمي خبري اژانس یکشنبه د مې پر ۲۶مه راپور ورکړی چې ریاض فیصل بن سعود المجفل په سوریه کې د خپل نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
دا اقدام د ریاض او دمشق ترمنځ د اړیکو له بیا پیلېدو یو کال وروسته شوی دی. د دغه راپور پر بنسټ د سعودي عربستان نوي سفیر هیله ښودلې چې هغه به د سعودي عربستان «پادشاهي ګټو» ته په خدمت کې وي او «د دوو ملتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.»
په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد حکومت پر ضد د لاریونونو خونړي ځپل او ورپسې کورنۍ جګړې د دې لامل شو چې سعودي عربستان له سوریې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
خو د سوریې په کورنۍ جګړه کې د مخالفانو له ماتې او په دغه هېواد کې د بشارالاسد د واک له ټينګښت سره د ریاض او دمشق ترمنځ د اړیکو د بیارغونې بهیر هم پیل شو.
سعودي عربستان د تېر کال په مې میاشت کې له ایران سره د اړیکو له بیا پیلولو وروسته چې د چین په منځګړیتوب ممکنې شوې، په سوریه کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې تړل شوی و، بېرته پرانیست.
بشارالاسد هم هماغه میاشت د سعودي عربستان په جده ښار کې د عربي ټولنې په ناسته کې ګډون وکړ چې د عربي هېوادونو په ناستو کې ګډون د نوموړي د بندیز د پای ته رسېدو په مانا و.
په ریاض کې د سوریې سفیر د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې خپله دنده پیل کړه او تر هغې لږ وروسته سعودي عربستان خپل سفیر دمشق ته واستوه.