سیکولريزم؛ د ترکيې د پرمختګ او هوساينې راز

لیکنه:جانداد جهاني

سيکولريزم د اوسنۍ ماډرنې ترکيې په تشکيلولو کې مهم رول لوبولی او ترکيه په اوس وخت کې يو له پرمختلليو او پياوړو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د ترکيې اوسنی پرمختللی شکل او ماډرنتوب، د شلمې پيړۍ له دویمې لسیزې څخه را پيل شویدی، دا هغه وخت و چې د ترکيې جمهوري دولت بنسټ ايښودونکي (مصطفی کمال اتاترک) د ترکيې د مډرنتوب او سیکولر اصولو د پلي کولو لپاره، يو لړ اصلاحات ترسره کړل.

د اتاترک ليدلوری او د سیکولریزم پلي کول

د لومړي نړيوال جنګ او د عثماني امپراتورۍ له سقوط وروسته، اتاترک په دې لټه کې شو، چې يو ماډرن، پرمختللی او سیکولر دولت رامنځته کړي. د نوموړي ليدلوری په ښکاره د عثماني ديني خلافت سره چې دين يې د خپلې حکومتولۍ مرکزي محور کرځولی و، په تضاد کې و. د اتاترک د تعديلاتو موخه دا وه چې له دولتي چارو دين جلا کړي.

اتاترک دغه موخه د يو لړ بنستيزو تعديلاتو په راوستلو سره جاري وساتله. د نوموړي لومړنی اقدام په ۱۹۲۴زېږدیزکال کې د خلافت لغوه کول و. او له دولت څخه یې مذهبي واک جلا کړ. زده کړې، چې پخوا د مذهبي کنترول لاندې وې، سیکولري بڼې ته واړول شوې. يو نوی حقوقي سیسټم معرفي شو، چې د اسلامي قانون (شريعت) پرځای يې اروپايي ماډلونو ځای ونیو. د عربي ليکدود پر ځای لاتيني ليکدود مروج کړ. ښځو د رايې ورکولو او دفترونو کې د کار کولو په څېر بشري حقونه ترلاسه کړل. دې بدلونو ترکي ټولنه په ژوره توګه نوې کړله.

اقتصادي او ټولنيزې اغېزې

د سیکولريزم په راتلو سره په ترکيې کې مهم اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه رامنځته شول. د سیکولري زده کړو په معرفي کېدو سره ماهره او د عصري تعليم لرونکې بشري قوه منځته راغله او ورسره په څنګ کې ساینس او ټکنالوژي چې نور د ديني محدوديتونو څخه وتلې وه، وغوړيدل. ددې په پايله کې په ترکيې کې چټک صنعتیتوب (industrialization) او اقتصادي وده رامنځته شوه.

په ټولنیزو برخو کې د سیکولريزم په راتلو سره، د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلل او ښځو د زياتو حقوقو او فرصتونو په ترلاسته کولو سره، په ټولنيزو او اقتصادي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه ولرل.

نړيوالې اړيکې او ستراتيژيک موقعیت

د نړيوالو اړيکو په برخه کې هم د سیکولريزم رول ډېر څرګند و. ترکيه د مهم ستراټيژيک موقعیت په توګه پاتې شوېده، ځکه چې د اسیا او اروپا ترمنځ واقع ده. د ترکيې سیکولريتوب کمال و، چې د لويديځې او ختيځې نړۍ ترمنځ واټن يې له منځه يوړ او د غوره ديپلوماتيکو او اقتصادي اړيکو لپاره اغېزمن ګامونه اوچت شول.

دې هېواد د ساړه جنګ په دوران کې، هغه مهال چې په ۱۹۵۲زېږدیزکال کې يې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړی و، خپل اهميت څرګند کړ. ترکیې په هغه وخت کې د کمونیزم د خپرېدو پر وړاندې د قوي سنګر حیثیت درلوده. ددې له امله چې ترکيې سیکولري هويت درلوده، نو له غرب سره يې پياوړې اړيکې درلودې او د غرب لپاره له مهمو متحدانو څخه ګڼل کېده.

ستونزې او ننګونې

که څه هم ترکيه د سیکولريزم په پايله کې، د پرمختګ او هوساينې منزلونو ته ورسېده، خو دغې لارې زياتې لوړې ژورې هم درلودې. دې هېواد سيکولري دولت له مذهبي ډلو سره زياتې مبارزې کړيدي. په وروستيو لسیزو کې په ترکيې کې، د سیاسي اسلام ظهور ددې هېواد سیکولري بنسټونه، له ننګونې سره مخ کړل.

سربېره پر دې، سيکولريزم- تر ډېره په عامه ژوند کې- د مذهبي بيان پر ازادۍ محدودیت لګولو باندې تورن شو! د بېلګې په توګه، په دولتي موسساتو کې په حجاب بنديز، چې دغه چاره د  زياتو کلونو لپاره د يوې جنجالي موضوع په توګه پاتې شوې او بالاخره په ۲۰۱۳زېږدیزکال کې پر حجاب باندې ممنوعیت ليرې شو او د حجاب رعایتول اختیاري وګرځول شول.

خو له دې ننګونو سره سره بيا هم سیکولريزم ددې لامل شوی، چې ترکیه د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي. بېلګه یې داچې په ومړۍ نړيواله جګړه کې کنډوکپر شوی او ړنګ هېواد، په يوه مډرن، پرمختللي او هوسا هېواد واوښت.

پایله

سیکولريزم په ترکيې باندې ژورې اغېزې درلودلي دي او ددې هېواد اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو ته يې يو نوی او پرمختللی شکل ورکړی. ددې په پايله کې ترکیه د عصريتوب لوړو پوړیو ته ورسېده، د سیمه ييز قدرت په توګه وځلېده او د ختيځ او لويديځ ترمنځ يې د پل حيثيت ټینګ وساته. که څه هم چې د اوسنۍ پرمختللې ترکيې په لور غځيدلې لارې، له کړاوونو او خنډونو ډکې وې؛ خو د کمال اتاترک په ابتکار او زړورتیا او غوڅ مدیریت سره، د سیکولري ترکيې زېږېدنې، دغه ټول خنډونه او کړاونه څټ ته پرېښودل او ځان يې د پرمختګ او قوت لوړو پوړیو ته ورساوه.

ورته لیکنې

Back to top button