۸صبح، هرات: په هرات کې ځایي سرچینې وایی، طالبانو په دغه ولایت کې لږ تر لږه پنځه نایان د خپلو مشتریانو د وېښتانو د اصلاح کولو او د ږېرې د کمولو په تور نیولي دي.
سرچينې زياتوي، چې طالبانو دغه کسان یکشنبه، د غبرګولي پر٢٧مه، د هرات ښار په مرکز کې نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو نایانو تر نيول کېدو وروسته تر اوسه د هغوى د برخليک په تړاو معلومات نشته.
په هرات کې طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې په بادغيس ولايت د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رياست د دغه ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې پنځه نایان د خپلو مشتریانو د ږيرو د لنډولو او خرېیلو په تور ونیول.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته پر هېوادوالو ډېر محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ځوانان د ږیرې د خرېیلو او لنډولو او د وېښتانو د اصلاح کولو له امله ځورولي او یا یې زنداني کړي دي.