د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو دويمه غونډه پرون د قطر په پلازمېنه کې د ډېر شور او ځوږ په لړ کې پيل شوه. دا غونډه نن هم دوام لري او ویل کیږي چې تر ټولو مهمې ناستې او غونډې به نن ترسره شي. دا غونډه چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوترېش په کوربتوب جوړه شوې، د دوحې غونډه بلل کیږي. ټول هغه کسان چې د افغانستان چارې تعقیبوي، د دغې غونډې په تړاو اندېښمن دي. په کوردننه او بهر عامو افغانانو، سیاسي مخکښانو، مدني ټولنې، د ښځو خوځښتونو، رسنیو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د دغې غونډې په تړاو غبرګونونه ښودلي دي. د افغانستان په تړاو د دوحې د غونډې جوړېدل یوه تر ټولو بده خاطره چې د یوه هېواد بشپړ سقوط و، راتازه کوي. د ډېری سیاستوالو او شنونکو په اند د طالبانو لاسته د افغانستان لوېدل او د هیواد د نظام ړنګېدل د دوحې له همدغه ښار او د هغه له غونډو او مذاکراتو پېل شول.
ځینې دغه غبرګونونه د طالبانو بلل کېدو ته ښودل شوي دي. د افغانستان خلکو ملګرو ملتونو ته ویلي، چې طالبانو په زور واک غصب کړی، د ټولنې او هېواد د رهبرۍ وړ نه دي او هېچا رهبرۍ ته نه دي غوره کړي، نو باید په نړیوالو غونډو کې د افغانستان له ادرسه راښکاره نه شي. اصلي نیوکه پر هغې تګلاره ده چې د ملګرو ملتونو له خوا له طالبانو سره د تعامل په برخه کې په پام کې نیول شوې. په دې تګلاره کې د افغانستان خلک حذف شوي دي. که کوم وخت د مدني ټولنې د غړو یا ښځو استازو ته بلنه هم ورکول کیږي، نو د هغو معترضو ښځو څوک پکې نشته چې په افغانستان کې دننه د طالبانو پر وړاندې اعتراض کوي. هغه کسان چې طالبانو ته په لابی کولو تورن دي، دغو غونډو ته بلل کیږي. یو خوا طالبان دي، بل خوا ملګري ملتونه دي چې له دې ډلې سره د اړیکو ساتلو لپاره خپل منشور تر پښو لاندې کوي او دریمه خوا هغه کسان دي چې د طالبانو لپاره لابي کوي، خو په دغو غونډو کې د افغانانو په جامو کې راڅرګندېږي. په دغه ډول مثلث کې که د افغانستان لپاره کومه پرېکړه وشي، نو طالباني پرېکړه به وي. دا اندیښنې په جدي توګه مطرح شوې دي. دا اندیښنې پر ځای هم وې. کله چې تېر کال طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، دغه سازمان طالبانو ته د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستو لپاره ضرب الاجل وټاکه، څو طالبان له خپلې پرېکړې په شا شي. دغه سازمان ګواښ وکړ، چې که دغه پرېکړه بېرته وانخیستل شي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مجبورېږي، چې د پاتې کېدو او تلو تر منځ یو انتخاب کړي چې که پاتې شي، د دې سازمان د منشور تر پښو لاندې کولو ته به مجبوره شي. طالبان له خپلې پرېکړې په شا نه شول او ملګري ملتونه د روزا اوتانبایوا او انتونیو ګوترېش له خوا د منشور په تر پښو لاندې کولو سره افغانستان کې پاتې شول. ترهغې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته راغله او له طالبانو سره یې وکتل. په هغې کتنه کې هم د ملګرو ملتونو د مرستیالې له ادرسه نیول شوی دريځ د طالبانو ډلې یعنې هغې ډلې په ګټه و، چې د مشرتابه غړي یې لا هم په تور نوملړ کې دي. په هغو غونډو کې چې ملګري ملتونه یې کوربتوب کوي، خلک په ښکاره توګه له حضوره بې برخې کیږي، د افغانستان د مسألې د یوه اړخ په توګه سیاسي مخکښان له پامه غورځول کیږي او طالبانو ته د مانورو او لابې کولو فرصت ورکول کیږي. دغو مواردو د خلکو اندیښنې او نیوکې راپارولي دي.
یو له هغو ګڼو فرصتونو چې ملګرو ملتونو طالبانو ته برابر کړي، د دوحې همدا غونډه وه. خو طالبانو له دې امله چې تر اوسه یې ناز پېرېدونکي لرلي، دا ځل یې هم پر ملګرو ملتونو د خپلو نازونو او نخرو سودا وکړه. هغوی دوه وار له مخه شرطونه درلودل، چې ظاهراً دا ځل ونه منل شول او له همدې امله یې له غونډې سره پرېکون وکړ. لومړی شرط د «افغانستان د مسؤول لوري» په توګه د دغې ډلې حضور و، چې که عملي شوی وای، د نړیوال مشروعیت پر لور به د دغې ډلې یو ګام و. دویم شرط د طالبانو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ترمنځ په لوړه کچه خبرې وې. په داسې حال کې چې دغه ډله د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ په موده کې ان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیت نه ده پیژندل شوې او د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو ته سخته اړتیا لري، خو په خپله ګټه د لابي کولو لپاره دا ډول فرصتونه له پامه غورځوي. ولې؟
ملګرو ملتونو او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو لکه امریکا او روسیې له طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې دي. امریکا چې طالبان یې له افغانستانه د پوځیانو د باسلو ادعا کوي، د طالبانو د رژیم د بودیجې یوه لویه برخه په غیر رسمي ډول تمویلوي. د سیګار د راپور له مخې امریکا په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی. د سیګار د راپور له مخې، د دغو مرستو یوه لویه برخه له نږدې څارنې پرته د طالبانو لاس ته لوېږي، چې د هغوی له واکمنۍ سره مرسته کوي. له بلې خوا ملګري ملتونه د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو بودیجه (د ښوونکو او ډاکټرانو معاشونه) ورکوي. د دغو دوو پاړکیو د معاشونو ورکول له طالبانو سره لویه مرسته ده. دا دوه وزارتونه لکه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ډېر کاري ځواک لري او د هغوی د سلګونو زرو کارکوونکو د معاشونو برابرول د طالبانو پر بودیجه فشار راولي.
له بلې خوا، څومره چې طالبانو پر افغانانو ډېر محدودیتونه لګولي او د ژوند شرایط یې سخت کړي، د ملګرو ملتونو په ګډون حکومتونو او نړیوالو سازمانونو له دې ډلې سره د نږدې اړیکو ټینګولو هڅه کړې ده. طالبانو ته د افغانستان د سفارتونو سپارلو او کابل ته د استازي او سفیر لېږلو د طالباني حجاب د نه رعایتولو په پلمه په تر ټولو ظالمانه او غیر انساني ډول د نجونو او ښځو له نیونو وروسته هم دوام موندلی دی. ملګري ملتونو چې د ماموریت یوه مهمه برخه یې له بشري حقونو ملاتړ دی، د بشري حقونو له اصلي ناقضانو (طالبانو) سره نږدې اړیکې ټینګې کړې دي. نه د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلو د زده کړې د حق د نقض په توګه پر دغو اړیکو سیوري غوړولی، نه د ښځو پر کار بندیز، نه هغو محدودیتونو چې د ښځو د جامو، حمامونو او پارکونو ته د تګ او یا د سینګارولو د کسب په برخه کې لګول شوي. د ښځو نیول، تښتول، شکنجه کول او ان په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېري او یا تر شکنجو لاندې د مخالفینو وژل کېدو چې همدا پرون هم پېښ شول، له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د اړیکو پر کچه کوم اغیز ونه شوای لرلی. ان د دې ډلې له خوا د مخکینیو امنیتي ځواکونو وژلو او خپلسرو نیولو هم دغه اړیکې ترینګلې نه کړې. له همدې امله طالبان پر دې پوهېږي چې که د دوحې غونډه هم له لاسه ورکړي، له ملګرو ملتونو او د افغانستان په مسأله کې له نږدې ښکېلو هېوادونو سره د دې ډلې پر اړیکو کوم اغېز نه کوي. دا ډله ډاډه ده چې په راتلونکي کې به هم ورته فرصتونه په واک کې ورکړل شي. اوس چې طالبانو د دوحې غونډه تحریم کړې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په کابل کې دی او پرون یې د طالبانو د رییس الوزار له مرستیال سره وکتل. په دې کتنه کې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د دغې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي. دا تمه له تودو دوه اړخیزو اړیکو رامنځته کیږي.
د دوحې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون دویم لامل له دغې ډلې سره د همغږو هېوادونو د استازو حضور دی. څرنګه چې طالبان په نړیوالو غونډو کې له رسمي حضوره بې برخې دي، د پاکستان او ایران استازي تل د دې ډلې د ګټو د غیر رسمي ساتونکو په توګه عمل کوي. په ډېرو مواردو کې تر دې مخکې چې طالبان دریځ غوره کړي، دا هیوادونه د دې ډلې په ګټه دریځ نیسي. د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو کېدو سره مخالفت چې د دوحې د نننۍ غونډې د اجنډا یوه برخه ده، هم یو له هغو مواردو و، چې ایران یې له طالبانو وړاندې مخالفت وکړ. پاکستان هم د طالبانو د دودیز متحد او اصلي ملاتړي په توګه د دغه نوملړ په سر کې دی، که څه هم په دغه نوملړ کې د لومړي مقام لپاره جدي سیالي روانه ده. روسیه او چین هم د ایران او پاکستان پر پله ګام اېږدي او تل د طالبانو تر څنګ درېږي. په کابل کې د امیرخان متقي په کوربتوب د سیمه ییزو همکاریو د غونډې جوړیدل چې د ایران د اسلامي جمهوریت یو نوښت و، له هغو هڅو سره د مخالفت یوه هڅه وه چې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د ستونزې د حل په موخه ترسره کیږي. دغو ټولو هېوادونو د دوحې نننۍ غونډې ته خپل ځانګړي استازي لېږلي دي. نو د دغو هیوادونو حضور د طالبانو د ګټو د مدافعینو د حضور په مانا دی. طالبان کولای شي چې نازونه وکړي او د دوحې غونډه بابېزه وګڼي، ځکه په دې غونډه کې د خپلو ګټو غیر رسمي ساتونکي لري.