د ۲۰۲۱ کال تر تحولاتو وروسته د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ شمېر ځوانان له هېواده ووتل خو اوس مهال دا لړۍ لا چټکه شوې ده. یو شمېر ځوانان وايي، په هېواد کې د کار د نهشتوالي له امله اړ دي چې په غیرقانوني لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.
دوی زیاتوي، په اوسنیو شرایطو کې نه شي کولی د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي چې په وینا یې له همدې امله اړ دي چې د کار په موخه نورو هېوادونو ته پناه ور وړي.
وحیدالله بیدار چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او د اته کسیزې کورنۍ د ګټې وټې یوازینی سړی دی؛ وایي، پخوا یې په یو خصوصي شرکت کې دنده لرله او هغلته یې دومره څه پیدا کول چې په اسانۍ د خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي.
دی زیاتوي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یاد شرکت سقوط او له ده سربېره ۶۰ کسه نور ځوانان هم بېکاره شول.
وحیدالله چې اوس د سبزیجاتو کراچۍ لري، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: «ما پخوا له یو شرکت سره کار کاوه، هلته یې کافي معاش راکولو، ما د محاسبې په برخه کې دنده لرله، له خپله کاره راضي وم، خو کله چې افغانستان کې تحولات راغلل، زموږ شرکت سقوط شو، اوس کله کراچۍ چلوم، کله یو کار کوم کله بل کار. د ورځې سل تر ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوم چې په دې پیسو ګوزاره سخته ده، مجبوره یم په مزدورۍ پسې بل هېواد ته لاړ شم.»
دی زیاتوي چې بېکاري د فقر او نورو ستونزو او مصيبتونو اصلي سرچینه ده چې په وینا یې غلا، قاچاق، په مخدره توکو روږدي کېدل، کډوالي، اخلاقي فساد، جرم او جنايت د بېکارۍ محصول او پایله ده.
عبدالحمید بل هغه هېوادوال دی چې لوړې زده کړې یې کړې خو له تېرو څه کم دوه کلونو راهیسې بېکاره دی.
نوموړی وایي، له بېکارۍ څخه د خلاصون او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ حلالې روزۍ د پیدا کولو لپاره د هېواد د پرېښودلو په فکر کې دی.
دی وایي، د دندې د پیدا کولو په موخه یې ګڼو دولتي او نادولتي ادارو ته اسناد ولېږل خو په خبره یې د ده دغو هڅو هېڅ رنګ را نه وړ.
هغه وايي، له ډیرې بدې ورځې یې لاسي کراچۍ جوړه کړې او له همدې لارې دومره څه پیدا کوي چې خپلې ستونزې پرې څه ناڅه راکمې کړي. دی زیاتوي د شناخت او واسطې د نشتوالي له کبله په دولتي ادارو کې په دنده اخیستو بریالی نه شو.
عبدالحمید واک ته د طالبانو د رسېدو پر مهال د ادبیاتو د وروستي کال محصل و، دی وايي:«ما ادبیات لوستي، زه له تېرو څه کم دوو کلونو راهیسې د بېکارۍ له ستونزې کړېږم، دولتي ادارو او خصوصي ادارو ته مې سي وي ور وړې مګر مقرر نه شوم او لا هم بې دندې او بېکاره ګرځم.»
دی وړاندې وايي، که وضعیت په همدې ډول دوام پیدا کړي، حتما به خطر ته غاړه ږدي او له قاچاقي لارو به اروپایي هېوادونو ته ځان رسوي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو اوسېدونکی خیرګل ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، د خپلې سیمې له ۱۲ نورو ځوانانو سره کابل کې کار کوي، دی وايي ملګرو یې د ښار په مختلفو برخو کې د میوو او سبزیجاتو کراچۍ درولې او سودا پلوري. دی وايي دلته دومره څه پیدا کوي چې یوازې خپل لګښتونه پرې پوره کړي.
هغه زیاتوي:« دلته کار نشته، کوم څه چې پیدا کوم کفایت نه کوي، غواړم اروپایي هېوادونو ته لاړ شي څو کار وکړم او اولادونو ته یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کړم.»
خیرګل وايي: «هېواد کې کار نشته له ایران نه ترکیې او بیا له هغه ځایه اروپایي هېوادونو پر لوري ځم، طالبان باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د کابل ښار کمپنۍ سیمه کې د کندهار اډه هغه ځای دی چې په هوټلونو کې یې ګڼ شمېر ځوانان بهر ته د تګ انتطار باسي او له قاچاقبرو سره تر جوړجاړي وروسته لومړی هرات او نیمروز، بیا ایران او له هغه ځایه اروپایي هېوادونو ته ځي.
څلور میاشتې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معیین محمد یونس راشد په جوزجان کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې هېواد کې د درې میلیونو لوستو ځوانانو له ډلې یونیم میلیون یې بېکاره دي.
هغه زیاته کړې وه: «په افغانستان کې نږدې درې ميليونه لوستي ځوانان لرو چې نيمايي يې وزګار دي. که موږ ځوانان یا اوسني افسران له دندو ګوښه کړو او پر ځای یې نور ځوانان وګومارو، دا هم عادلانه نه ده.»
راشد دا هم ویلي وو چې په هېواد کې هر کال لس زره بستونه خالي وي او د بېکارۍ کچه د دې په پرتله ډېره لږه ده.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې د بېکارۍ د پای ته رسولو لپاره په کار ده چې په کوردننه لویې پروژې پلې شي او له دې لارې هېوادوالو ته د کار زمینه مساعده شي.
دوی زیاتوي، د مناسب او متوازن اقتصادي بهیر نشتوالی، د تخصصي او مسلکي افرادو کموالی او د هېواد نامعلوم راتلونکی هغه عوامل دي چې بېکاري یې ایجاد کړې ده.
د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د بېکارۍ د کمولو لپاره په کار ده چې په افغانستان کې بنسټیزو پروژو عملي کولو ته پاملرنه وشي، کوچنۍ او لویې پانګونې وشي او ورته مناسب اقتصادي بستر رامنځته شي.
هغه وړاندې وايي: «د افغانستان په بنسټیزو مالي سرچینو مناسب اقتصادي او مالي مدیریت او همدارنګه کرنې او مالدارۍ ته پاملرنه کولی شي چې افغانستان کې بېکاري راکمه کړي.»
هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې د نړۍ د ټکنالوژۍ له پرمختللي کاروان سره یو ځای شي او په خبره یې، علوم د تغییر په حال کې دي ښه به دا وي چې ځوانان د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره ځانونه اعیار کړي.
د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته افغانستان له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شو چې دمګړی د هېواد اقتصاد تر ډېره د امریکا د ډالرو په کڅوړو او د مرستندویو بنسټونو له لوري له خلکو سره د خوړو په مرستو پورې تړلی دی. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د مرستندویو بنسټونو له لوري د بودیجې د کمښت له امله پر خلکو د مرستو وېش خورا کم شوی دی. د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو مرستندویو بنسټونو ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله به یې له افغانانو سره د مرستو کمښت اقتصادي ناورین لاپسې پراخ او ژور کړي.