له بشري مرستو د طالبانو ګټه اخیستنه افغانستان ته د بسپنه ورکوونکو یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي. مالیه ورکوونکو له خپلو متبوع حکومتونو غوښتنه کړې چې د هغوی مالیې دې د طالبانو او ترهګرو ډلو د ځواکمنېدو لپاره نه لږېږي. ځينو هېوادونو چې افغانستان ته یې بشردوستانه مرستې استولې دي، دغو مرستو ته د طالبانو له لاسرسي اندېښنه ښودلې. امریکا په وار وار ویلي چې مرستې یې افغانستان کې پر اړمنو د طالبانو له لاسوهنې پرته وېشل کېږي؛ خو سیګار په خپلو څو راپورونو کې ویلي چې طالبان د متحده ایالاتو له مرستو ګټه اخلي. دغې ادارې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا د مرستو اجراییوي شریکانو طالبانو ته لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر د مالیو، ګمرکاتو، تعرفو او نورو چوپړونو لپاره ورکړې دي.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د امریکا متحدهایالاتو اجراییوي شریکانو طالبانو ته د مالیې، ګمرکاتو، تعرفې او نورو له لارې لږ تر لږه ۱۰،۹ میلیونه ډالر ورکړي او په وینا یې، دا ډله د امریکا له مرستو ګټه اخلي.
سیګار په دې راپور کې زیاته کړې چې د دغو ۱۰.۴ میلیونه ډالرو له ډلې، ۳۴۶ زره او ۸۳۹ ډالر د برېښنا او اوبو لګښت، ۱۷۶ زره او ۵۹۶ ډالر د نورو تادیاتو او ۹ زره او ۲۱۵ ډالر د ګمرکي فیس په توګه د طالبانو رژیم ته ورکړل شوي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راوروسته، امریکا له افغانستان سره څه باندې ۲.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت پراختیايي او بشردوستانه مرستې کړې دي. امریکا ویلي چې دا پیسې په افغانستان کې د نادولتي او نړیوالو بنسټونو لکه ملګرو ملتونو له خوا لګول شوې دي.
له دې وړاندې د امریکا استازو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېټې رییس له سیګار غوښتي و، د امریکا د هغو پیسو کچه چې د طالبانو ګټو لپاره کارول کېږي، وڅېړي. سیګار ویلي، هغه ۱۴۴ موسسې چې په افغانستان کې د امریکا مرستې وېشي، یوازې ۶۵ هغو یې غوښتنو ته ځواب ویلی دی.
د سیګار په راپور کې راغلي چې ۱۰.۹ میلیونه ډالر د امریکا بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالې پراختیا او نړیوالو مطبوعاتو لپاره د متحده ایالاتو دفتر مرستندویه ادارې پورې اړوند ۳۸ اجراییوي شریکانو طالبانو ته ورکړې دي. دغه بنسټ ویلي چې ښايي دا د امریکا له خوا کمې پیسې وي چې طالبانو ته رسېدلې دي. د نوموړې ادارې په وینا، د ملګرو ملتونو ادارې چې د امریکا ډېرې بسپنې ترلاسه کوي، خپل معلومات راټول او وړاندې کړې نه دي.
د سیګار په راپور کې زیاته شوې چې د ۲۰۲۱ له اکټوبره د ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر پورې متحده ایالاتو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته ۱.۶ میلیارده ډالر ورکړي چې په همدې مودې کې له افغانستان سره د امریکا د ټولو شویو مرستو ۶۳ سلنه کیږي.
د سیګار په راپور کې راغلي، که پلي کوونکي شریکان د مالیاتو، لګښتونو او اوبو او برېښنا بېلونه په ورکړه کې بې پروايي وکړي، د طالبانو له خوا به له ناوړه پاېلو سره مخ شي. سیګار په خپل راپور کې ویلي چې طالبان له بېلابېلو لارو لکه د مرستو کږولو یا په نادولتي بنسټونو کې د نفوذ له لارې د دغو سازمانونو په چارو کې لاسوهنه کوي. په راپور کې ۲۶ سلنه موسسو ویلي چې د طالبانو له مخامخ فشار سره مخ شوي. سیګار زیاته کړې چې طالبان د کارکوونکو په ګومارلو، له سرچینو او نقلیه وسایلو څخه په کارونه کې لاسوهنه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې ویلي و، که نادولتي بنسټونه فیس، مالیه او نور ورنه کړي، ښايي بانکي حسابونه او دفترونه یې وتړل شي، فعالیت یې بند او له ناوړه پاېلو سره مخ شي.
ورته مهال، په ځينو موسسو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې طالبان یې په پراخه کچه په کاري بهیرونو، د برخمنو په نوملړ، ګومارنه او فعالیت په برخه کې ښکاره لاسوهنه کوي او ان کله کله د موسسو کارکوونکي د هغو چارو ترسراوي لپاره ګواښي چې په مستقیم یا نامستقیم ډول د دغې ډلې په ګټه دي.
په یوې موسسې کې یوه سرچینه وايي: «طالبان په هره برخه کې لاسوهنه کوي. نوملړ جوړوي، کسان ګوماري او د پروژو وخت او ځای کې مداخله کوي. شرطپاڼه یې وکړې که موسسې یې پوره نه کړي، د فعالیت اجازه نه لري. په ډول ډول له موسسو پیسې اخلي. په ولایتونو کې اقتصاد او سکتوري ریاستونو هر یو په خپل وار لاسوهنه کوي. په مرکز کې هم موسسې د طالبانو اقتصاد وزارت تر فشار لاندې دي.»
دا سرچینه زیاتوي چې ډېری مهال طالبان مخامخ د یوې موسسې د کارکوونکو پر تشکیل اعتراض کوي او وايي چې د هغوی غوښتنې دې په پام کې ونیول شي. سرچینه وايي: «ځينو موسسو طالب کارکوونکي په کار ګومارلي. دا کس یا د طالب وراره یا یې نږدې خپل دی، په موسسې کې دنده او طالبي فکر لري.»
په غور کې د یوې موسسې کارکوونکي ویلي چې د دغه ولایت په ځينو سیمو کې له سېلاب ځپلو سره مرستې هم د طالبانو په غوښتنې وېشل شوې دي. نوموړی وايي: «ځايي طالب چارواکو په ښکاره موسسې ته ویلي چې له چا سره مرسته وکړي، که نه نو ستونزې درته جوړوي.»
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې له دې وړاندې هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مالي مرستو د لېږد په سیستم کې د طالبانو پر ګټې اخیستنې نیوکه شوې وې.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې سرمفتش له پروپبلیکا وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي و: «د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو ډېره برخه د امریکايي مالیه ورکوونکو له جیبونو راځي. دا مرستې په افغانستان کې یوې ترهګرې ډلې ته ځي.» هغه مهال نوموړي ویلي و چې طالبان له امریکايي ډالرو د افغانستان بانک له لارې د پیسو له لېږده ګټه وړي.
د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) تېر میلادي کال هم راپور ورکړی و چې طالبان په نامستقیم ډول د امریکا ښوونیزو مرستو ته لاسرسی لري او دا مرستې هغوی ته مالیاتي عواید جوړوي. د سیګار په خبره، د امریکا له لوري تمویل شویو تعلیمي پروګرامونو د کارکوونکو پر عایداتو او د طالبانو له خوا د امریکايي مرستندویه توکو د پېر او پلور پر عایداتو مالیه لګول هغه لارې چارې دي، چې د دغې ادارې په وینا، طالبان د امریکا مالي مرستو ته لاسرسی مومي.