۸صبح، فراه: په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې کوټې چت لوېدلی. د سرچینو په خبره، په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او ۱۱ نور ټپيان شوي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې پېښه د سهشنبې پر شپه د غويي پر ۲۵مه د فراه بکواه ولسوالۍ په «ګزکلان» کلي کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
دا پېښه د خوښۍ په مراسمو کې شوې ده.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې په بادغیس کې هم د ورته پېښې له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي وو.