۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سیستان او بلوچستان له والي سره په کتنه کې د چابهار بندر له لارې د ترانزیت پر پیاوړي کولو خبرې کړې دي.
نوموړي وزارت پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت والي او د هغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي سردار محمدکرمي ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ترانزیت پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د چابهار بندر له لارې د ترانزیت او سوداګرۍ د ودې او پیاوړي کولو لپاره دې د ولایت په کچه یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
د یادونې ده چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پرون د یو اقتصادي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی.
ایران له طالبانو سره نږدې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري؛ خو تراوسه یې په رسمیت پېژندلي نه دي.