۸صبح، لغمان: لغمان کې یوې باوري سرچینې ویلي، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې طالبانو د مرستو وېشلو پر مهال یو ملکي وګړی په ډزو وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
سرچینه وايي، مرسته د مهترلام ښاروالۍ ته څېرمه د یوې موسسې له لورې وېشل کېده، چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
د سرچینې په خبره، طالبانو د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو په موخه هوايي ډزې کړې، چې له کبله یې د وحیدالله په نوم یو ملکي وګړی ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی کس د لغمان د مرکز د پشه يي سیمې اوسېدونکی و.
تر اوسه د دې پېښې په اړه لغمان کې طالب مسوولانو څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی، چې لغمان کې د طالبانو له لوري ملکي وګړي د ټوپک نښه ګرځول کېږي؛ څو میاشتې وړاندې د دغه ولایت پاسپورټ ریاست کې هم د ګڼې ګوڼې د له منځه وړلو په موخه طالبانو هوایي ډزې کړې وې، چې په پایله کې یو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي وو.